اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) وفاقي کابينې د غنمو اغستو هدفونه د سر كولو سپارښتنې كولو سره په واه كېنټ كښې د انسټي ټيوټ آف مارډرن سائنسز جوړولو په اړه د بل او سپيشل کورټ II له (د ترهګرۍ مخنيوي) د آفيشل سېکرټ اېکټ 1923 له مخې د رپورټ شوو كېسونو د سماعت اختيار وركولو منظوري وركړې ٬ وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د سعودي عرب او پاکستان اړيكې نوي دور ته داخلېدې شوي، مونږ له به د پاکستان پرمختګ لپاره په تند رفتارۍ سره كار كول وي٬ هر ډول بې غورې به ونه زغملې شي ، كروندګرو ته د دوي د محنت معاوضه وركولو لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه ۔ په غٶنډه كښې ګډون كوونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم د سعودي پلاوي دوره كاميابولو په اړه د وفاقي وزيرانو٬ سېكترانو او د نورو چارواكو ستائنه وكړه او د دوي د هلو ځلو او خوارۍ ئې ستائنه وكړه ۔ ده ووئيل د سعودي عرب او پاکستان معاشي اړيكې نوي دور ته داخلې شوي٬ مونږ له به د پاکستان پرمختګ لپاره په تند رفتارۍ سره كار كول وي٬ هر ډول سستي او بې غورې به ونه زغملې شي۔ وفاقي کابينې د غذائي تحفظ وفاقي وزير ته څلورو واړو صوبو سره د رابطې كولو او د غنمو اغستو هدفونه د سر كولو امر وكړو۔ ده ووئيل كروندګرو ته د دوي د محنت معاوضه وركولو لپاره به هر ډول ممكن اقدامات كولې شي۔ وفاقي کابينې د تعليم او فني تربيې وفاقي وزارت په سفارش په واه كېنټ كښې د انسټي ټيوټ آف مارډرن سائنسز جوړولو په اړه د بل اصولي منظوري هم وركړه۔ وزيراعظم د نوو پوهنتونونو او د اعلٰې تعليمي ادارو جوړولو تګلاره بهترولو په اړه د يوې كمېټۍ جوړولو امر وكړو د كومې مشري چې به د تعليم او تربيې وفاقي وزير كوي او د پټروليم وزير او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهم وزير او اټارني جنرل به د كمېټۍ غړي وي۔ وفاقي کابينې د خارجه وزارت په سفارش پخواني سفير منظور احمد چوهدري ته د خدمات په اعتراف كښې د “حکومت کوټ ډي وائير کمانډيور ډي آرډر نيشنل” ايوارډ تر لاسه كولو اجازه هم وركړه۔ دغسې وفاقي کابينې د قانون او انصاف وزارت په سفارش د احتساب عدالت-VIII کراچۍ ته د اسپيشل کورټ (کسټمز، ټيکسيشن او قاچاق مخنيوي- II)، د احتساب عدالت -III حېدر آباد ته د بينکنګ کورټ مير پور خاص، د احتساب عدالت -III سکھر ته د بينکنګ کورټ ګھوټکي، احتساب عدالت -IV سکھر ته د بينکنګ کورټ شهيد بينظير آباد په توګه د كار كولو منظوري هم وركړه۔ وفاقي کابينې سپيشل کورټ II له (د ترهګرۍ مخنيوي) د آفيشل سېکرټ اېکټ 1923 له مخې د رپورټ شوو كېسونو د سماعت كولو د اختيار منظوري هم وركړه۔ دغسې وفاقي كابينې سپشل کورټ II ته دا اختيار د سپشل کورټ I جج په رخصت د تللو په سبب وركړو ۔ وفاقي كابينې د او پي اېف وزارتِ په سفارش د لېبر وزارت ته د قطر حکومت اورسيز وزارت ترمېنځه د لېبر ريلېشنز٬ ليبر انسپکشنز، وظفيائي تحفظ او د صحت پحقله د تفاهم په يادسښت د لاسليك منظوري وركړه۔ کابينې ته ووئيل شول دا مهال درې لكه پاكستانيان په قطر كښ كار كوي او هغوي د 850 مېليونه روپو زرمبادله پاكستان ته رالېږي۔ وفاقي کابينې د منصوبه بندۍ وزارت په سفارش د فيډرل پبلک پرائيويټ پاليسي آف پاکستان 28۔2023 منظور هم وركړه٬ په دې لړ كښې وزيراعظم ووئيل د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ د لارې د معيشت پايه ګړندۍ كېدې شي۔ ده ټولو وزارتونو ته د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ په اړه د خپلو خپلو وړاندېزونو وركولو امر وكړو او کابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د څلورم اپرېل كال 2024 په غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق هم وكړو۔
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه٬د غنمو اغستو هدفونه د سر كولو سپارښتنه٬ د پاكستان په تندۍ سره پرمختګ لپاره به هېڅ ډول بې غوري ونه زغملې شي۔ شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی