اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د كورنو چارو وزير رانا ثناءالله وئيلي دي په 25 مئي د پايه تخت اسلام آباد يرغمال كولو باقاعده منصوبه بندي شوې وه، د عمران نيازي لانګ مارچ په حقيقت كښې د وفاق په ضد د بغاوت عمل ؤ ٬ لهذٰا کمېټي دې د شواهدو تر مخه د عمران خان په ضد د بغاوت مقدمې لپاره کابينې ته منظورۍ لپاره سفارش وكړي۔د زيارت په ورځ د كورنيو چارو وزارت له مخې د كورنيو چارو وزير په مشرۍ كښې د وفاقي کابينې خاص کمېټۍ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د مواصلات وفاقي وزير مولانا اسعد محمود ، د كشمير چارو صلاحكار قمر زمان کائره، د اقتصادي چارو وزير سردار اياز صادق او قانون وفاقي اعظم نذير تارړ، د كورنيو چارو سيکرټري يوسف نسيم کھوکھر او د اسلام آباد آئي جي ناصر اکبر پشمول اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ د كورنيو چارو وزير کمېټۍ ته د پي ټي آئي د 25 مئي لانګ مارچ او په وفاق د بريد باقاعده منصوبه بندۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ دغسې کابينه کمېټۍ د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان نيازي او د كے پي كے او ګلګت بلتستان اعليٰ وزيرانو په ضد د سي آر پي سي دفعه 124 اے ترمخه د بغاوت مقدمو په درج کولو مشاورت وكړو۔کمېټۍ د پي ټي آئي لانګ مارچ ګډون كوونكو او په خاص توګه د چيئرمېن عمران خان نيازي او د خېبرپښتونخوا او ګلګت اعليٰ وزيرانو په وفاق د مسلح بريد په اړه د شواهدو جاج واخست۔د كورنيو چارو سيكرټري او د اسلام آباد آئي جي هم کمېټۍ ته د امن او لانګ مارچ په اړه بريفنګ وركړو۔ دغسې د وفاقي کابينې غونډه حتمي سفارشات وړاندې كولو لپاره او د لا مشاورت لپاره تر رارواني اوونۍ وځنډولې شوه
کمېټي بايد د شواهدو تر مخه د عمران خان په ضد د بغاوت مقدمې لپاره کابينې ته د منظورۍ سفارش وكړي۔د كورنيو چارو وزير رانا ثناءالله په مشرۍ كښې د وفاقي کابينې خصوصي کمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین