اسلام آباد۔11اپرېل(اے پی پی) په قومي اسمبلۍ كښې د مسلم ليګ (ن) صدر او د متحده اپوزيشن متفقه كانديد محمد شهباز شريف نوې قائد ايوان وټاكلې شو۔ 174 رايې ترلاسه كولو سره هغه د هېواد 23 م وزيراعظم غوره كړې شو۔ د ګل په ورځ د پېنل آف چيئرمېن غړي اياز صادق په مشرۍ كښی د قومي اسمبلۍ غونډه وشوه۔ د قائد ایوان ټاكنې لپاره د وضعه كړې شوې طريقه كار د لارې د شمېرې عمل ترسره كېدو نه وروستو اياز صادق اعلان وكړو چې محمد شهباز شريف د قائد ايوان منصب لپاره 174 رايې ترلاسه كړې دي۔ دې نه وړاندې د پاكستان تحريك انصاف كانديد شاہ محمود قرېشی د قائد ايوان ټاكنې لپاره د شمېرو عمل نه بائيكاټ او د تحريك انصاف لخوا د قومي اسمبلۍ چوكو څخه د استعفاګانو اعلان وكړو او دې سره دوي او د اتحادي ګوندونو غړي د ايوان نه بهر لاړل۔ دغسې شهباز شريف د قائد ايوان منصب لپاره يوازينې كانديد پاتې شو۔ نوې ټاكلې شوې وزيراعظم محمد شهباز شريف د مسلم ليګ نون صدر دې او د درې وارې وزيراعظم پاتي شوي مياں محمد نواز شريف كشر ورور دې۔ دې په وړومبي ځل په كال 1988 كښې د پنجاب اسمبلۍ غړې ټاكلې شوې وو۔ په كال 1990 كښې د قومي اسمبلۍ غړې وټاكلې شو۔ په كال 1993 كښې د پنجاب اسمبلۍ غړې وټاكلې شو او تر 1996 د مخالفې ډلې مشر پاتې شو۔ په كال 1997 كښې دې په درېم ځل د پنجاب اسمبلۍ غړې جوړ او اعلی وزير وټاكلې شو۔ په كال 2008 كښې په څلورم ځل د پنجاب اسمبلۍ غړې وټاكلې شو او د 8 جون نه تر 26 مارچ 2013 په دويم ځل د پنجاب اعلی وزير پاتې شو۔ په مئي 2013 كښې د صوبائي اسمبلۍ په درې او د قومي اسمبلۍ په يوه چوكۍ كامياب وګرځولې شو۔ دې په درېم ځل د پنجاب اعلی وزير غوره كړې شو۔ شهباز شريف په كال 2018 كښې هم د قومي اسمبلۍ غړې وټاكلې شو او تر 10 اپرېل 2022 د مخالفې ډلې مشر پاتې شو۔ متحده اپوزيشن دې د عمران خان په ضد د تحريك عدم اعتماد د كاميابۍ نه وروستو د وزارت عظمی كانديد نامزد كړو۔
شهباز شريف نوې وزيراعظم وټاكلے شو٬ قومي اسمبلۍ كښې يۍ د قائد ايوان منصب له 174 رايې ترلاسه كړې
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج