اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي په درې ورځنۍ دوره د سپين پايه تخت مېډرډ ته رسېدلے۔د ګل په ورځ اډولفو سوریز میډرډ باراجس هوائي مېدان ته په رسېدو په سپين كښې د پاكستان سفير شجاعت راټهور او د سپين خارجه وزارت اعلٰی چارواكو د خارجه وزير شاه محمود قرېشي هركلے وكړو۔خارجه وزير د سپين خپل هم څنګ جوزے مينوئل الباريس بيونو په بلنه د سپين دوره كوي۔خارجه وزير به په سپين كښې د قيام په مهال به د هسپانوي خپل هم څنګ او د هسپانوي پارليمان غړو سره ملاقاتونه كوي۔شاه محمود قرېشي په دې موقع مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل په سپين كښې پاكستانيان په لويه شمېره مېشته دي كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مستحكمولو كښې د يو مضبوط پل كردار تر سره كوي۔پاكستان او سپين د سفارتي اړيكو 70مه سالګره په جوش او جزبه سره لمانځلې۔شاه محمود قرېشي ووئيل سپين د اروپائي ائتلاف په تناظر كښې د پاكستان مهم شراكتدار دے۔هيله ده دا دوره به د پاكستان او سپين ترمينځه مرسته لا مضبوطولو او د شريكې خوښې په څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته زياتولو له مرستياله ثابته شي
خارجه وزير شاه محمود قرېشي په درې ورځنۍ دوره د سپين پايه تخت مېډرډ ته ورسېد
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ