اسلام آباد۔28جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې په بلوچستان كښې شهيد شويو لس ځوانانو كښې د دوه ځوانانو تعلق جهلم سره دے۔ د جمعې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغه شهيد شويو ځوانانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې ِ وفاقي وزير په خپل ټويټ كښې تېره ورځ د بلوچستان په كېچ سيمه كښې د امنيتي ځواكونو په پوسته د ترهګرو بريد په نتيجه كښې د شهيد شويو دغه دوه ځوانانو عكسونه هم شيئر كړل۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو