کراچۍ 29 مارچ (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د آئي ټي پروفيشنلز پېدا كولو په حاجت زور رواړلو سره وئيلي دي د پاکستان ځوانانو لپاره ګرده نړۍ كښې د انفارميشن ټېکنالوجي (آئي ټي) په يو شمېر څانګو كښې د ملازمتونو بېلا بېلې موقعې موجود دي ٬ وفاق د آئي ټي غوره پاليسي معرفي كړې ٬ اړوندې كمپنۍ او د صنعتونو مشران د آئي ټي پاليسۍ څخه ګټه پورته كولې شي ۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د سوليوشن انکارپوريشن تر سېوري لاندې اتم پاکستان سي آئي او سمټ او اېکسپو 2022 ته د وېنا په مهال وكړه۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل اوسني حكومت د وړومبۍ ورځ څخه د آئي ټي څانګې ته پام ګرځولے، د آئي ټي په څانګه كښې ډېټا، سائبر سکيورټي، آرټيفيشل انټيلي جنس او په نورو څانګو بلها موقعې موجود دې۔ ده ووئيل نړۍ تر كال 2030 د سائبر سكيورټي پروفېشنلز ته اړتيا لري ۔ ده ووئيل مصنوعي ذهانت په هر انساني هڅه كښې شامل وي۔ ده ووئيل نړۍ ډېره لويه ډېټا لري خو د دې تجزيې ته اړتيا ده۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل درېم صنعتي انقلاب د نړۍ حالات بدل كړي او د څلورم صنعتي انقلاب د ډيجيټل اکانومي او د آئي ټي انډسټرۍ په شكل كښې لوي بدلون رواستے ۔ ډاکټر عارف علوي سرمايه کار او کمپنۍ دې د آئي ټي په انوېشينز كښې سرمايه كاري وكړي۔ صدر مملکت پوهنتونونو ته ووئيل چې ھغوي خپلو زده كوٶنكو ته د ماركيټ د ضرورتونو له مخې درس وركړي۔ ده په دې موقع د خاص ټيکنالوجي زونز او کاروبار كولو كښې د آسانيو اهميت هم رامخې ته كړو
وفاق د آئي ټي غوره پاليسي معرفي كړې ٬ اړوندې كمپنۍ او د صنعتونو مشران د آئي ټي پاليسۍ څخه ګټه پورته كولې شي۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د پاکستان سي آئي او سمټ او اېکسپو 2022 ته وېنا
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن