اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د كشمير پارلماني كمېټې د هند تر قبضې لاندې غېر قانوني كشمير كښې اولس ته د روغتيا بنيادي اسانۍ وركولو لپاره نړيوالې ټولنې او ??دارو ته په سمدستي توګه د مداخلې ??واست كړے. د كشمير پارلماني كمېټې خاص غونډه د شورو په ورځ د كمېټې چيئرمېن شهريار آفريدي په مشرې كښې وشوه. په غونډه كښې خارجه وزير شاه محمود قريشي، د قامي سلامتيا ضلاحكار ډاكټر معيد يوسف او ?? وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان ګډون كولو. په غونډه كښې په اتفاق سره قرارداد منظور كړے شو چې پكښې ملګرو ملتونو، ډبليو اېچ او ??و آئي سي آر سي ته وئيلي شوي چې هغه د هند تر قبضې لاندې غېر قانوني جمو كشمير كښې د اولس د روغتيا د خرابې??ون??ي صورتحال جاج واخلي او ?? كشميري اولس طبي مرستې لپاره نړيوال انسان دوسته طبي كورېډور تش??يل كړے شي. په غونډه كښې د كمېټې چيئرمېن د هند په غېر قانوني مقبوضه جمو كشمير كښې د خرابې??ون??ي طبي نظام په اړه يو تفصيلي رپورټ وړاندې كړو او په انساني بنيا??ون?? د نړيوالې ټولنې څخه د مداخلې ??وښتنه وكړې شوه. د غونډې نه پس په پي آئي ډي كښې د كمېټې غړو ډاكټر نثار چيمه، ثوبيه كمال خان، اكرم چيمه، زېب جعفر او نورو سره يو ځائ خبري كانفرنس ته په خپله وېنا كښې د كشمير پارلماني كمېټې چيئرمېن شهريار خان آفريدي ووئيل په مقبوضه كشمير كښې يوازې 13 زره لټر آكسيجن پاتې دے كوم چې په اوسني صورتحال كښې ډېر كم دے. ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د روغتيا صورتحال ورځ تر بلې ??رابېږي. ده ووئيل په انساني بنيا??ون?? د نړيوال طبي كورېډور جوړولو خواست د ټول پاكستاني قام لخوا دے ځكه چې د كشمير كمېټي د پاكستان د ټولو سياسي ګون??ون?? نمائندګي لري.
د كشمير پارلماني كمېټې د هند تر قبضې لاندې غېر قانوني كشمير كښې اولس ته د روغتيا بنيادي اسانۍ وركولو لپاره نړيوالې ټولنې او ادارو ته د مداخلې خواست وكړو
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔