اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز ش??يف محكمو ته د كړو سپارښتنو د پېشرفت جاج اغستو لپاره د ټاسك مينجمنټ سسټم هر ورځ د جاج اغستو پرېكړه كړې٬ ده ووئيل د ټولو منصوبو د پېشرفت پرله پسې نګراني د دغې زر تر زره بشپړولو پلو وړومبے ګام دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز ش??يف په مشرۍ كښې وفاقي وزارتونو او محكمو ته د جاري احكاماتو د پېشرفت په اړه د جوړ كړي ټاسك مينجمنټ سسټم پحقله د جاج اغستو غونده د زيارت په ورځ وشوه ۔ وزيراعظم د ورځې په بنياد د ټاسک مينجمنټ سسټم د جاج اغستو پرېكړه كولو سره ووئيل د ټولو منصوبو د پېشرفت پرله پسې نګراني د دې زر تر زره بشپړولو پلو وړومبے ګام دے۔ وزيراعظم د ټولو وفاقي وزارتونو او محكمو سېكترانو او د محكمو مشرانو ته د ټاسک مينجمنټ سسټم د كارولو امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د ټاسک مينجمنټ سسټم موبائل ايپلي کيشن جوړ كړے شوے٬ ټاسک مينجمنټ سسټم د نړيوال معيار يو منفرد او جديد سافټ ويئر دے چې د لارې ئې وفاقي وزارتونو ته د وزيراعظم لخوا د جا??ي كړو هداياتو له مخې د نګرانۍ او سپارښتنې له مخې د پېشرفت جاج اخستلے كېږي۔ په غونډه كښئ د اقتصادي چا??و وفاقي وزير احد خان چيمه، د پټروليم وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك، د آئي ټي دوهمې وزيرې شزا فاطمه خواجه، د وزيراعظم کوآرډينيټر رانا احسن افضل او د اړوندو ادارو لوړ پورو ګډون كولو۔
وزيراعظم محكمو ته د كړو سپارښتنو د پېشرفت جاج اغستو لپاره د ټاسك مينجمنټ سسټم د ورځې په بنياد د جاج اغستو پرېكړه
स्वर्ण रत्न प्रतिष्ठा सट्टेबाजी प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج