پېنډۍ 10 جولائي (اے پي پي) د پېښو ضلعې په حسن خېل سيمه كښې سکيورټي فورسز او پوليس په مشترکه توګه په انټيلي جنس بيسډ د کارروائۍ په مهال د ترهګرو د يو كمانډر پشمول درې ترهګر وژلي او د ترهګر?? په ضد په مړانه جنګ كولو كښې څلور ځوانان شهيدان شوي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د شور?? په ورځ په جاري بيان كښې ووئيل شول د عمليات?? په مهال د ډزو د تبادلې په مهال درې ترهګر وژ??ې شوي چې پكښې هائي ويليو ټارګټ د ترهګرو كمانډر عبدالرحيم هم شامل دے او هغوي څخه وسله او ګوله بارود هم برامد شوي٬ د ترهګرو كمانډر عبدالرحيم قانون نافذ كوو??كو ادارو ته مطلوب ٶ او حکومت د هغه د سر بيعه 60 لكه روپۍ مقرر كړې وه ځكه چې هغه د ترهګرۍ په يو شمېر كاروائيو كښې په فعاله توګه ككړ ٶ ا?? په 26 مئي كال 2024 كښې کيپټن حسېن جهانګير شهيد او حوالدار شفيق اللہ شهيد د شهادت ذمه وارهم هغه ٶ۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده چې په ننني اپرېشن كښې د ھغه ناوړه جرم بدل اغستې ش??ے او اصل مجرم انصاف سره مخ كړے شو۔ د شهيدو شوو ځوانانو شناخت د پاك پوځ سپاهي محمد ادريس (عمر 34 كاله، (صوابۍ )، سپاهي بادام ګل (عمر 34 كاله( کوهاټ) سب انسپکټر تاج مير شاہ (عمر 38 كاله(پېښور) او د سي ټي ډي خېبر پښتونخوا اسسټنټ سب انسپکټر محمد اکرم (عمر 34 كاله، (مانسهرہ) په توګه شوے ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پاکستان سکيورټي فورسز ګرد هېواد كښې امن او استحكام باوري كولو لپاره قانون نافذ کوٶنكو ادارو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او زمونږ د مېړنو ځوانانو قربانۍ زمونږ عزم ته لا وده وركوي۔
پېښور٬ په انټيلي جنس بيسډ د کارروائۍ په مهال د ترهګرو كمانډر پشمول درې ترهګر ووژل شول٬ څلور ځوانان شهيدان۔ آئي ايس پي آر
स्पाइसी अवार्ड्स ईमानदार मनोरंजन प्रवेश
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا