بیجنګ۔26س??مب??(اے پی پی) د تاجكستان د ټرانسپورټ وزير عظیم ابراهیم او د مواصلاتو وفاقي وزير عبد العليم خان ترمينځه ملاقات وشو چې پكښې د چین٬ افغانستان، تاجکستان او پاکستان ترمينځه د څلور هېواديزه ټرانزټ روټ په لوظنامه غور وشو?? د ??واصلاتو وزارت لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په چين كښې په كېدونكي ګلوبل ټرانسپورټ فورم كښې د دواړو هېوادونو وزيرانو سائيډ لائن غونډه هم تابيا كړه?? د ??لاقات په مهال د چین٬ افغانستان، تاجکستان او پاکستان ترمينځه د څلور هېواديزه ټرانزټ روټ په لوظنامه غور وشو?? د ??واصلات وفاقي وزير ووئيل پاکستان د جوائنټ منسټریل کمېټۍ او جوائنټ ورکنګ ګروپ غونډې له چمتؤ دے۔ عبد العليم خان ووئيل د تاجكستان اوسنۍ دورې مثبت اثرات رامخې ته شوي دي او نېغ په نېغه فلائټ پېل شوے دے۔ ده وړاندېز وركړو چې تجارتی ګاډي چين څخه خنجراب ، کاشغر، مرغاب څخه تاجكستان ته تلې شي۔ د تاجكستان د ټرانسپورټ وزير عظيم ابراهيم پاكستاني اولس لپاره د خېر سګالۍ جذبه او پاكستان سره سرمايه كارۍ او كاروبار ته وده وركولو كښې خپله خوښي هم ښكاره كړه۔ وفاقی وزیر عبدالعلیم خان او عظیم ابراهیم يو بل لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل په دوه اړخيزه لوظنامو به پېش رفت روان وي۔ دواړو په غونډه كښې بېلو لوظنامو لپاره د وركنګ ګروپس په تشكيل كولو او نورو وړاندېزونو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔
وفاقي وزير عبد العليم خان سره د تاجكستان د ټرانسپورټ وزير ملاقات ٬ د ټرانزټ روټ په لوظنامه غور
ईवीओ ऑनलाइन ईमानदार मनोरंजन ऐप
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha