اسلام آباد۔8 نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن ??قو?? په سپارښتنه په ډپلومیټک انکلیو كښې د “کاسکیډ” په نامه نوے خدمت مركز جوړ كړے شو چرته به چې ډپلومیټک کمیونټی او بهرني وګړي 12 قسمه خذمات د يو چھت لاندې ترلاسه كولې شي۔ وفاقی وزير محسن ??قو?? په ډپلومېټک انکلیو كښې د سفارتكارو آسانۍ لپاره د جوړ كړے شوي “کاسکیډ ” خدمت مرکز باقاعدہ پرانسته د جمعې په ورځ وكړه۔ په دې مركز كښې به د ډرائیونګ لائسنس اجراء او نوي كولو٬ ،کېرېکټر سرټیفکېټ ، د پولیس تصدیق، د بې دركۍ رپورټ او د کرایه دارو د رجسټرېشن آسانۍ ترلاسه كېدې شي۔ دغسې دې مركز كښې به د بهرنيو وګړو د رجسټرېشن، د كورنو ملازمينو د رجسټریشن، د رضا کارانو د رجسټرېشن، د ګاډو د تصديق او د اېف آئی آر كاپۍ ترلاسه كولو په څير خذمات وړاندې كولې شي۔ وفاقي وزير محسن ??قو?? وو??يل د وزیراعظم وېژن له مخې ?? سفيرانو او بهرنو وګړو آسانيو او حفاظت له ټول ممكنه ګامونه باوري كولې شي۔ ده وو??يل 1500 څخه زيات پوليس او اېف سي اهلكار او 20 پولیس ګاډي د ډپلومېټک انکلیو په امنيت مامور دي۔ وفاقي وزير سفارت کارو سره د کاسکیډ خدمت مرکز دوره وكړه۔ ده د خدمت مرکز د مختلف كاؤنټرز معائنه كولو سره د مېشته آسانيو جاج واغست۔ آئي جي اسلام آباد پولیس بهرنو وګړو ته د وركړے كېدونكو آسانيو په اړه بريفنګ وركړو۔ په دستوره كښې ګډون كوؤنكو سفارتكارو او بهرنو وګړو د كاسكيډ خدمت مرك?? په جوړولو د وفاقي وزير محسن ??قو?? مننه وكړه
د وفاقي وزير محسن نقوي په سپارښتنه په ډپلومیټک انکلیو كښې د “کاسکیډ” په نامه نوے خدمت مركز جوړ كړے شو ٬ ډپلومیټک کمیونټی ، بهرني وګړي به 12 قسمه خذمات د يو چھت لاندې ترلاسه كولې شي
Flame Mask Honest Betting Website
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک