اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د س??نېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پارليماني ګورننس په مضبوطولو ٬ سپېځلتيا ٬ شموليت او د جمهوري رواياتو په تحفظ زور راوړلو سره وئيلي دي چې مونږ د جمهوري رواياتو تحفظ او د بدلېدونكې ګورننس چاپېريال سره د همغږۍ پېدا كولو چېلنج سره مخ يؤ٬ قانون ساز مجالسو له به نه يوازې د موجوده چېلنجونو ځواب كول وي بلكې دا هم ضروري ده چې هغه پوهې ٬ بصيرت او دوه اړخيزه مرستې سره د دې مقابله وكړي٬ مكالمې ته د ودې وركولو ٬ د غوره تګلارو تبادلې او د ركاوټونو په ګوته كولو د لارې دا کنف??نس د 18م بدلون نفاذ ښه كولو او د ګورننس او صوبائي خپلواكۍ مقصدونه مخ په وړاندې بوتللو كښې ??هم كردار ترسره كولے شي۔ ده د جمعې په ورځ د 18م سپيكر كنف??نس دوېمې ورځې ناستې ته خطاب كولو۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په شمول د څلورو واړو صوبو ٬ د آزاد جموں وكشمير او ګلګت بلتستان سپيكران او سېكتران هم په كنف??نس كښې ??وجود وو۔ د س??نېټ چيئرمېن ووئيل دې فورم ته خطاب ما لپاره يو درناوې دې۔ ??ه ووئيل زه د قامي اسمبلۍ د سپيكر مننه كوم چا چې د لس كلونو اوږدې مودې څخه وروستو دا مهم كنف??نس وكړو۔ ??ه ووئيل تېره ورځ د كنف??نس په مهال دوه مهم نشستونه وشول په كومو كښې چې په آئيني چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ اولني نشست كښې د 18م آئيني ترميم د نفاذ جاج واخستے شو كوم چې د پاكستان په آئيني تاريخ كښې د يو سنګ ميل حېثېت لري۔ ??ه ووئيل ننۍ ايجنډا د پارليماني ګورننس ښه كولو ٬ سيمه ايزې مرستې ته و??ه وركولو او په نړيواله كچه زمونږ د قامي ګټو وكالت لپاره يو ستراتېجيكي روډ مېپ وړاندې كوي۔ ??ه ووئيل مونږ له به په ګډه دا باوري كول وي چې زمونږ قانون ساز مجالس به نه يوازې جمهوري روايات په ځاے ساتي بلكې د بدلېدونكي ګورننس ت??اضو سره به همغږي هم پېدا كوي
مونږ د جمهوري رواياتو تحفظ او د بدلېدونكې ګورننس چاپېريال سره د همغږۍ پېدا كولو چېلنج سره مخ يؤ: د سينيټ چيئرمېن
Butterfly Flower Honest Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی