اسلام آباد/لاهور 16 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د انفارميشن اينډ کميونيکيشن ټيکنالوجي(آئي سي ټي) څانګه د پاکستان معيشت لپاره “ګيم چينجر” ګرځولو سره وئيلي دي چې مونږ له په دې حالاتو او رويو كښې بدلون ته ??ړتيا ده٬ د درست اقداماتو په سبب مونږ په دوه دريو كالو كښې په آئي ټي سېكټر ك??ې 15 بېليونه ډالره ګټلے شو’ يو??زې د سائبر په څانګه كښې 80 مېليونه تربيه لرونكې انساني وسائلو ته ??رورت دے كه مونږ په دې څانګه كښې خپل هيومن ريسورس ته ?? تربيې وركولو جوګه شو نو مونږ به په هېواد كښې په بې روزګارۍ قابو وموندلې شو٬ نړۍ په تندۍ سره مخ په وړاندې روانه ده٬ مونږ له به د پاليسي سازۍ عمل ګړندې او په نړۍ كښې رامخې ته كېدونكو بدليو سره همكاري كول وي٬ كه په مينه او خوارۍ كار وكړې شي نو كاميابي يقيني ده ٬ مونږ له زيات آئي ټي ګرېجويټس تيارولو ته ??ړتيا ده دغسې چې د پرمختللې هېوادونو په ډول عصري ټېكنالوجۍ څخه استفاده وكړې شؤ٬ غواړم چې پاكستان په سائبر سكيورټي او سائبر ډيفنس كښې قوي شي۔ د جمعې په ورځ په پنجاب انفارميشن ټيکنالوجي بورډ لاهور ك??ې د وېب 3.0 لانچنګ دستورې ته ??پله وېنا كښې صدر مملکت ووئيل دلته ?? صلاحيت لرونكو ځوانانو كمې نشته ٬ د آئي ټي په څانګه كښې ځوانانو لپاره د كار كولو بلها موقعې موجود دي او آئي ټي د صحت په څانګه كښې انقلابي تبديلي راوستې شي۔ په دستوره كښې د پنجاب د خزانې وزير محمد محسن خان لغاري، د وزير اعلی د آئي ټي خاص مرستيال ډاکټر ارسلان خالد، د پنجاب انفارميشن ټيکنالوجي بورډ(PITB) چيئرمېن سيد بلال حيدر، د انفارميشن ټيکنالوجي يونيورسټي (ITU) وائس چانسلر ډاکټر سرفراز خورشيد ‘ د آئي ټي پروفيشنلز، کاروباري شخصياتو او ميډيا پرسنز هم په دې موقع موجود وو۔ په دې موقع صدر مملکت د فېډريشن او د دې د بركو د اكائيو ترمېنځه مرسته ??و د همكارۍ په زياتولو زور راوړو دغسې چې د اسټارټ اپ اېکو سسټم سرپرستي او دې ته وده وركړې شي او ښځينه افرادي قوت او خصوصي كسانو په پېداواري او معاشي چوكاټ كښې شامل كړې شي۔ ده ووئيل چې د وزير اعظم ډيجيټل سکلز ډويلپمنټ پروګرام څخه نزدې 2.2 مېليونه كسان د وړاندې نه مستفيد شوې دي او دا ډول پروګرامونه په آسانۍ سره نقل كېدې شي او دې ته پراختيا وركولې كېدې شي دغسې چې د هنر مند پېشه ور افرادي قوت شمېره زياته ??ي او د پاكستان ځوانانو ته ډيجيټل مهارتونه وركړې شي۔ په دې موقع ډاكټر ارسلان خالد هم وېنا وكړه۔ د دې نه وړاندې صدر مملکت په پاکستان كښې د وېب 3.0 ټيکنالوجۍ په څانګه كښې د غېر معمولي كاركردګۍ څرګندونه كوونكو كمپنو او د آئي ټي پروفيشنلز ته ??يلډز او سندو??ه هم وركړل۔
انفارمېشن اينډ کميونيکيشن ټيکنالوجۍ څانګه پاکستاني معيشت لپاره “ګېم چينجر” دے٬ د درست اقداماتو په سبب مونږ په دوه درېو كالو كښې په آئي ټي سېكټر كښې 15 بېليونه ډالره ګټلې شؤ۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي
Tsar’s Treasure APP game platform download
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria