پېنډۍ ۔6 مئی(اے پی پی) د روانې مئي مياشتې په 4 مه نېټه د امنيتي ځواكونو او ترهګرو ترمينځه د وزيرستان ضلعې په ديردن?? سيمه كښې د سختو ډزو تبادلې په مهال د شهيد شويو اهلكارو د جنازې لمونځ ادا كړے شو۔ د آئي اېس پي آر لمخې د حوالدار سلیم خان (عمر 36 كاله٬ ټانک)، نائیک جاوید اقبال (عمر 37 كاله، کوهاټ)، سپاهی نذیر خان (عمر 26 كاله، بنوں)، سپاهی حضرت بلال (عمر 25 ??اله، مردان)، سپاهی سید رجب حسین (عمر 22 كاله، اورکزئی) او سپاهی بسم اللہ جان (عمر 22 ، خېبر) د جنازې لمونځ ادا كړے شو۔ د شهيدانو د جنازې لمونځ اول په بنو او وروستو په خپلو خپلو سيمو كښې ادا كړے شو۔ شهيدان پوځي درناوي سره خاورو ته وسپارلې شؤ۔ د جنازې لمونځ كښې د اعلی پوځي چارواكو او ځوانانو په شمول عامو وګړو او د شهيدانو كورنيو ګډو?? وكړو۔ آئي اېس پي آر ووئيل د پاكستان امنيتي ځواكونو د ترهګرۍ لعنت ختمولو لوظ كړے دے او زمونږ د مېړنو ځوانانو دا ډول قربانۍ مونږ لا مضبوطوي۔
په شمالي وزيرستان كښې د شهيد شويو اهلكارو د جنازې لمونځ ادا كړے شو٬ آئي ايس پي آر
PT online online entertainment link
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز