اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) کشميري اولس سره د يوالي څرګندونې او هندي ظلمونه نړۍ ته په ډاګه كولو له به قام د هر كال په څير سږ كال هم (نن) د خالي په ورځ په د كشمير يووالي ورځ روايتي جوش او جذبې سره لمانځي٬ په دې ورځ به ګرد هېواد كښې عامه رخصتي وي٬ د صدر او د وزيراعظم پشمول مهم مشران به د كشمير يووالي ورځ په مناسبت سره خاص پېغامونه جاري كوي او مهم قامي مشران به د ټويټس سره سره په سوشل ميډيا هم د كشمير يوالي ورځ پحقله بشپړ كمپائن چلوي٬ په ورځپاڼو او ټي وي چېنلز به په دې لړ كښې خاص اېډيشن او پروګرامونه خپرولې شي۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د كشمير يوالي ورځ په موقع د مظفرآباد دورې او د آزاد کشمير قانون سازې اسمبلۍ ته د خطاب كولو هم توقع لرلې شي ٬ په اسلام آباد كښې به د صدر ډاکټر عارف علوي په مشرۍ كښې د يوالي واك كېږي چې پكښې به د سېنېټ چيئرمېن ٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر، وزيران٬ د كشمير پارلماني كمېټۍ چيئرمېن، د كشمير چارو وزارت او د خارجه وزارت نمائندګان ګډون كوي٬ مظفر آباد كښې به صدر د آزاد کشمير واك مشري كوي او دغسې په څلورو واړو صوبو او د ګلګت بلتستان په سرښارونو كښې به هم د كشمير يوالي ورځ په مناسبت سره د واك اهتمام كولې شي چې پكښې به اعلٰی وزيران او ګورنران هم ګډون كوي۔ په دغه ورځ به سهار لس بجې ګرد هېواد كښې د يوې دقيقې خاموشي اختيارولې شي٬ ټرافېك به يوې دقيقې لپاره اودرېږي او سائرن به غږولې شي٬ ګرد هېواد كښې به په تعليمي ادارو كښې د دې ورځې په مناسبت سره تقريري مقابلې كولې شي٬ په ټولو صوبو كښې به د بېن الصوبائي رابطو وزارت او د پاكستان سپورټس بورډ تر سېوري لاندې د لوبو مقابلې كېږي۔ دغسې په اسلام آباد كښې په جناح ايونيو به د سائيکلنګ مقابلې كېږي۔ د کل جماعتي حريت کنفرنس لخوا به هند او پاكستان لپاره د ملګرو ملتونو مبصر مشن ګروپ ته يادښت وركولې شي۔ د دې ورځ په مناسبت به د اسلام آباد په ټولو شاپنګ مالز سټال لګولې شي چې اهتمام ئې لبرېشن سېل كړې۔ د كشمير يوالي ورځ په اړه به اسلام آباد كښې پي فائيو فارن مشنز او سفيرانو ته بريفنګ وركولې شي٬ د کوهاله پشمول آزاد کشمير پاكستان سره په تړونكو پلونو به د پاکستان او د آزاد کشمير سره تعلق لرونكي ټاكلي نمائندګان د انساني لاسونو زنځير جوړوي۔ ګرده نړۍ كښې په پاكستاني مشنز كښې به د دې ورځې په مناسبت سره دستورې كولې شي۔ د يادونې وړ ده چې د كشمير يوالي ورځ لمانځل په سركاري كچه په كال 1991 كښې پېل شوې وو او د دې نه پس هر كال ټول قام د كشميريانو د آزادۍ د هلو ځلو ملاتړ او دوي سره يوالي لپاره دا ورځ لمانځي
قام به د روان كال په مهال هم (نن) روايتي جوش او جذبې سره د كشمير يوالي ورځ لمانځي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر