اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) ورلډ بېنك او آېشين ډوېلپمنټ بېنك د احساس پروګرام ستائنه كولو سره وئيلي دي د پاکستان حکومت د کورونا وائرس نړيوالې وباﺀ منفي اغېز مخنيوي له د ټولنې د كمزرو طبقو او په خاص توګه مېرمنو له د دې پروګرام مالي مرسته يو په 3 زياته كړې۔ بے نظیرانکم سپورټ پروګرام او احساس کفالت د سوئيلي آسيا منطقه كښې د سماجي تحفظ تر ټولو لوئې پروګرامونه دي۔ دا خبره د سوئيلي آسيا منطقې لپاره د نړيوال بېنك نائب صدر هارت وېګ شېفر او د اېشين ډوېلپمنټ بېنك نائب صدر شاکسن چن خپل شريك خبري كنفرنس كښې وكړه۔ هغوي ووئيل د تېر كال مارچ مياشتې نه تر دې دمه د پاكستان حكومت د ټولنې په بې وزله او كمزورې طبقه د وباﺀ اغېر كمولو له د سماجي تحفظ پروګرام ترسېوري لاندې مالي مرسته يو په 3 زياته كړې ۔ د دې پروګرام ترسېوري لاندې 1 کروړ50 لکھ نه زياتو كورنيو او په خاص توګه مېرمنو سره مالي مرسته شوې۔ د نړيوال بېنك نائب صدر هارت وېګ شېفر او د ايشين ډوېلپمنټ بېنك آپرېشنز صدر شاكسن چن ووئيل دا هر څه د بے نظیرانکم سپورټ پروګرام او د احساس کفالت پروګرام لپاره د بېل كړي زيات فنډ او د سماجي تحفظ په څانګو كښې سرمايه كارۍ كښې د زياتوالي له امله ممكن شوي۔ احساس کفالت پروګرام د قامی سماجی او اقتصادی رجسټرۍ په بنياد مخ په وړاندې روان دے كوم چې د هېواد د 85 فیصده ودانۍ ډېټا لري۔ هغوي ووئيل نړيوال بېنك او اېشين ډوېلپمنټ بېنك به د كورونا وائرس نړيوال منفي اغېز كمولو او د بحالۍ عمل كښې د پاكستان په شمول د منطقې نورو هېوادونو سره مرسته روانه ساتي
احساس كفالت سوئيلي آسيا كښې د سماجي تحفظ تر ټولو لوئې پروګرام دے۔ د ورلډ بېنك او ايشين ډوېلپمنټ بېنك د احساس پروګرام ستائنه
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر