اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د حج وړومبې پرواز كښې 329 حج كونكي مدينې ته اورسېده ۔د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف د اسلام آباد په بېنظيرهوائي مېدان كونكو ته په مخه ښه ووئيل۔ده حج كونكو ته خاص تلقين وكړو چې په حجاز مقدس كښې د لويې څښتن مېلمانه او د پاكستان سفيران جوړ شي٬د سعودي د قوانين او كلتور خيال وساتي٬د لويې څښتن په دربار كښې د خپلو خپلوانو او هېواد لپاره دعاګانې وغواړي۔د زيارت په ورځ د بېنظير نړيوال هوائي مېدان نه د حج وړومبې پرواز حجاز مقدس ته په روانېدو حج كونكو ته خپل خطاب كښې ده ووئيل دا وخت زمونږ لپاره د خوشحالۍ دے چې مونږ نن د لويې څښتن په فضل د هغه مېلمانه يو او د وړومبي پرواز د لارې حجاز مقدس ته ځو۔ده ووئيل زما د اول نه دا هڅه وه چې دې مزل كونكو له زياتې آسانۍ وركړې شي۔ده ووئيل تاسو په سعودي كښې د لويې څښتن مېلمانه او د پاكستان سفيران شئ۔ده ووئيل په پاكستان او سعودي كښې په هر ځاې د نظم وضبط څرګندونه وكړئ او په خاص توګه د مېرمنو او مشرانو خيال وساتئ۔ده حج كونكو ته ووئيل تاسو په يو داسې سفر روانېږۍ د كوم ارمان چې د ټولو مسلمانانو په زړه كښې پرت وي۔
د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف د اسلام آباد په بېنظيرهوائي مېدان حج كونكو ته په مخه ښه ووئېل
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز