اسلام آباد 04 اپریل (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د نګران وزيراعظم غوره كولو په حقله مشاورت ل??ار?? د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف ته خط لېږلے ۔د ايوان صدر مېډيا ونګ له مخې صدر مملكت په خپل خط كښ?? وئېلي دي وزيراعظم عمران خان د جسټس رېټائرډ ګلزار احمد خان نامه د نګران وزيراعظم ل??ار?? تجويز كړې۔صدر مملكت له د نګران وزيراعظم تقرري د وزيراعظم او د مخالفې ډلې مشر په مشاورت سره كول دي۔صدر د مخالفې ډلې مشر ته ليكلې دي د جسټس(ر)ګلزار احمد د نګران وزيراعظم په حېث تقررۍ سره اتفاق وكړې يا د كوم بل مناسب كس نامه تجويز كړې ۔په دې اړه دې د مخالفې ډلې مشر د آئين آرټيكل 224 ايك اے له مخې تر 6 اپرېل اطلاع راكړي٬په ټاكلي وخت كښ?? په ځواب نه ترلاسه كېدو به د نګران وزيراعظم تقرري د آئين له مخې كولې شي