اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د اولسي ګيلو زر تر زره لرې كولو سره به د حكومت او اولس تر مينځه باور راپېدا شي۔د اولسي مسئلو سمدستي حل له ښه نظم ونسق ضمانت دے۔اولس مشر دا خبره د ګل په ورځ ايوان صدر كښې وفاقي انشورنس محتسب(اېف آئي او)محمد رئيس الدين پراچه سره ملاقات كښې كړې۔په دې موقع وفاقي انشورنس محتسب اولس مشر ممنون حسېن ته د خپلې ادارې كلن راپور 16-2015 هم وړاندې كړو۔اولس مشر ووئيل د وفاقي انشورنس محتسب بنيادي كردار د م??وجه ضوابطو له مخې د انشورنس كمپنو او د هغوي پالېسۍ هولډرز ترمينځه شخړې هوارول او په خپلو پريكړو عمل??رآ??د باوري كول دي۔ده د ادارې لا موثر جوړولو لپاره د قانوني پيچدګۍ په لرې كولو زور راوړو۔اولس مشر ممنون حسېن سېكورټي اينډ اېكسچېنج كمېشن آف پاكستان٬انشورنس اېسوسي اېشن آف پاكستان او د اولس ګيلو زر تر زره د لرې كولو ږپاره د ادارې ترمينځه د موثر رابطې نظام په ضرورت زور راوړو۔اولس مشر ووئيل د اېف آئي او محتسب نړيوالو ادارو د تجربو او جديد تحقيق څخه استفاده كوي۔ده د تېر كال په مهال د اېف آئي او سېكرټرېټ كاركردګۍ ستائنه وكړه او وې وئېل دا به سباؤن كښې خپله كاركردګي ښه كولو سره د اولس موثره خذمت روان وساتي۔په دې مو??ع د مهمو كيسونو لائيو كورېج د وراندېز هم جاج اخستې شوې دغسې چې سپېځلتيا باوري كړې شي او په اولس كښې شعور راپیدا كړې شي۔وفاقي انشورنس محتسب اولس مشر ته ووئيل كال 16-2015 كښې بېلو انشونس كمپنو په ضد 839 ګېلې درج كړی شوي او ادارې پھ دغې كښې 465 ګبلې لرې كړې دي
د اولسي ګيلو زر تر زره لرې كولو سره به د حكومت او اولس ترمينځه باور راپېدا شي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ