اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پاکستان او قازقستان ترمېنځه تجارت او شريكې رابطې زياتولو له به دوه اړخيزه مرسته لا پراخا كول وي٬ پاکستان د ملګرو ملتونو، او آئي سي، اېس سي او د اي سي او غونډې سيمه ايزو او نړيوالو فورمز پشمول د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې زياتولو عزم لري۔ دا خبرې وزيراعظم د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل 48مې غونډې په مهال د قازقستان خارجه وزير مختار تلي بردي سره وكړې چا چې وزيراعظم عمران خان سره ملاقات كولو۔ په دې موقع په دوه اړخيزه اړيكو ٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم ووئيل چې زه د روان كال په پايه كښې د قازقستان صدر د پاكستان دورې ته سترګې په لاره يم۔
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر