اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري وئيلي دي د افغان امن عمل بنياد پاکستان اېښودے ، پاکستان به د افغان امن عمل کاميابۍ لپاره تعميري كردار دوامدار ساتي، ملګرو ملتونو او د نړۍ نورو هېوادونو سره په ګډه به په افغانستان كښې امن لپاره هڅې روانې ساتلې شي٬ زمونږ د هلو ځلو په سبب تاريخي لوظنامه د طالبانو او امريكې شوې٬ پاكستان امريكې سره اړيكو ته پراختيا وركول غواړي٬ چين د پاكستان سدا بهار دوست او ستراتېژك شراكتدار دے٬ پاکستان د افغانستان پشمول منطقه كښې امن او استحكام غواړي٬ هند په منفي ډنډورو د كشمير متنازعه حېثيت ختمولې شي او نه د كشميريانو هيلې كمزورې كولې شي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ووئيل د افعان امن عمل بنياد پاكستان اېښودے ٬ زمونږ د وړومبۍ ورځې څخه دا موقف ٶ چې افغان شخړه پوځي حل نه لري٬ پاکستان د طالبانو او امريکې لوظنامې٬ بين الافغان مذاکراتو او د امن عمل په پېشرفت كښې مهم كردار لوبولے ، نن نړۍ د پاكستان موقف تسلميوي٬ امريكا هم وائي چې د افغان شخړې كوم پوځي حل ممكن نه دے٬ د افغان شخړې له امله پاكستان ته زيان رسېدلے٬ زمونږ د هېواد معيشت ته 150 اربه ډالره زيان رسېدلے او د 70 زرو نه زياتو كسانو ځانونه ضائع شوي۔ وياند ووئيل افغانستان كښې امن د پاکستان په ګټه دے۔ وياند ووئيل پاکستان په افغانستان كښې بوخ امن او استحكام لپاره نزدې كار كړے او مونږ به دې مقصد ترلاسه كولو لپاره امريكې او نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه كار روان ساتو۔ وياند ووئيل مونږ خواهش لرو چې په افغانستان كښې د امن عمل كامياب شي او افغان ډلې په متفقه ٬ په پراخه بنياد او په جامع حل متفق شي٬ د افغان صدر اشرف غني په دې وروستيو كښې د بيان حواله وركولو سره د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د تورونو لګولو په ځاے افغان صدر له خپل طاقت د امن عمل كاميابۍ لپاره صرف كول پكار دي ٬ وياند ووئيل د ملګرو ملتونو د عمومي سېكرترۍ لخوا د اوسني راپور هركلے كوٶ، چې پكښې ئې په مقبوضه كشمير كښې بې ګناه كشميريان د پېلټ ګنز څخه د نخښه كولو نوټس اخستے ٬ ده نړيوالې ورورولۍ ته غږ وكړو چې ھغوي د مظلومو كشمري كوچنيانو د ستونزو نوټس واخلي٬ وياند خبردارے وركړو جې په مقبوضه كشمير كښې نور غېر قانوني بدلون په غرض كوم اقدامات به كشميريان په هېڅ صورت قبول نه كړي او پاكستان به د دې بشپړ مخالفت كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاكستان د يوكرائن په كوربتوب كښې په سمندري مشقونو “سي برېز” كښې د مبصر په توګه ګډون كوي۔ وياند يو ځل بيا واضح كړه چې د فلسطين پحقله د پاكستان په اصولي موقف كښې بدلون نه دے راغلے ٬ پاكستان د فلسطين كشالې د دوه رياستي حل مرستيال دے۔
د افغان امن عمل بنياد پاکستان اېښودے، پاکستان به د افغان امن عمل کاميابۍ لپاره تعميري كردار دوامدار ساتي، هند په منفي ډنډورو د كشمير متنازعه حېثيت ختمولې شي او نه د كشميريانو هيلې كمزورې كولې شي۔ د خارجه دفتر وياند اوونيز بريفنګ
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار