کراچۍ 21جون (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د اسټېټ بېنك د نوې پاليسۍ پېل سره به د خاص كسانو ستونزو كمېدو له مرسته ترلاسه شي چې ورسره به په مالي نظام د دوي اعتماد ډېر زيات شي ۔ دا خبرې صدر د پاكستان سټېټ بېنك په مركزي دفتر كښې د خاص كسانو مالي شموليت زياتولو لپاره د جامع پاليسۍ مخ كتنې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ صدر مملکت څوك چې په دستوره كښې خاص مېلمه ٶ د مركزي بېنك د هلو ځلو ستائنه وكړه كوم چې خاص كسانو ته د سهولت وركولو په غرض يو جامع پاليسي جوړولو لپاره ټولو اړوندو ډلو سره اشتراك لري٬ ده ھغه ستونزې رامخې ته كړې كومې چې خاص كسانو ته په ټولنه كښې رامخې ته كېږي او د ھغه خنډانو حواله ئې وركړه كومو سره د مخ كېدو له امله چې دوي مالي خدمات ته رسنه نه لري۔ ده خاص كسانو سره د بلې كمزورې طبقې يعنې د خاص مېرمنو پلو هم پام راوګرځلو كومې چې په دې لړ كښې د دوه مخيز معيار سلوك مخ كېږي ۔ صدر مملکت په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د مركزي بېنك د نوې پاليسۍ پېل سره به د خاص كسانو ستونزو كمېدو له مرسته ترلاسه شي چې ورسره به په مالي نظام د دوي اعتماد ډېر زيات شي۔ صدر هيله څرګنده كړه چې ټولې اړوندې ډلې به په باقاعدګۍ سره اشتراك روان ساتي دغسې چې خاص كسانو ته ښه انفراسټرکچر، د خدمات وركړه، د جديدې ټيکنالوجۍ استعمال او په کم لګښت د قرض وركړې غوندې سهولتونه روان وساتلې شي۔ د دې نه وړاندې د سټېټ بېنك ګورنر ډاکټر رضا باقرصدر د خاص كسانو لپاره د خدمات معيار ښه كولو پحقله د خپلو هلو ځلو نه خبر كړو او عزم ئې څرګند كړو چې د خدمات اعلٰې معيار لپاره به مركزي بېنك د نورو بېنكونو په اشتراك سره خپلې هلې ځلې روانې ساتي۔ په دې موقع د اسټېټ بېنك ګورنر صدر د نوې پاليسۍ په اړه په تفصيلي توګه خبر كړٶ۔ په دې موقع د نېشنل بېنك صدر د بېنكونو اېسوسي اېشن لخوا د خاص كسانو مالي شموليت له د بېنكارې څانګې لخوا د مرستې كولو عزم وكړو۔ دغسې د اسټېټ بېنك غلام محمد عباسي د دستورې په پېل كښې تفصيلي پرېزنټېشن وركړو۔ په دستوره كښې د اسټېټبېنك لوړ پورو٬ د بېنكونو صدرانو٬ سي اي اوز او خاص كسانو لپاره كار كوٶنكو د بېلا بېلو اېن جي اوز مشرانو ګډون كولو
د اسټېټ بېنك نوې پاليسۍ سره به د خاص كسانو ستونزو كمېدو له مرسته ترلاسه شي چې ورسره به په مالي نظام اعتماد زيات شي۔ د صدر ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل