كراچي 07 مارچ (اے پي پي﴾د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزير سيد امين الحق وئېلي دي د كراچۍ څخه ترلاسه كېدونكې ريونيو 95 فيصد صوبائي حكومت ته ترلاسه كېږي خو صوبائي حكومت دا رقم د ښار په پرمختګ نه خرڅ كوي٬ وفاق په كراچۍ ښار كښې مېګا پراجېكټس پیل كړي٬د سنده حكومت كراچۍ په بشپړه توګه نظرانداز كوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د آرټس كونسل آف پاكستان كراچي كښې راجوړ شوي كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔وفاقي وزير سيد امين الحق ووئيل د 18م آئيني بدلون له مخې د ښار پرمختګ د صوبائي حكومت ذمه واري ده خو دوي صوبه نظرانداز كړې۔وفاقي حكومت په كراچۍ كښې پبلك ټرانسپورټ٬د سيورېج بهترۍ او نور مېګا پراجېكټس پېل كړي۔امين الحق ووئېل د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت مختلف كورسز پېل كړي دغسې چې ځوانان جديدې نړۍ سره قدم واخلي۔په دې موقع د جامعه كراچۍ پروفيسر عطاﺀ الرحمان هم خطاب وكړو۔منتظيمنو وفاقي وزير ته د آئي ټي سووينئر هم وړاندې كړو
وفاق په كراچۍ ښار كښې مېګا پراجېكټس پیل كړي٬د سنده حكومت كراچۍ په بشپړه توګه نظرانداز كوي۔وفاقي وزير سيد امين الحق
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام