اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزیر مملکت فرخ حبیب وئيلي دي چې مرېم صفدر پخپله وئيلي ؤ چې زما په لندن كښې څه چې په پاكستان كښې هم پراپرټي نشته ، بيا مرېم صفدر د څلور فلیټس مالکه څنګه شوه ؟ ۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزیر مملکت د اتوار په ورځ د مرېم صفدر په ټويټ ردعمل كښې وئيلي چې چا د پاکستان د غريب اولس دولت لوټ كولو سره په لندن كښې په هغې محلات جوړ كړې تر نن ئې د هغې ځواب عدالت له نه دې وركړې۔ فرخ حبیب ووئيل هغې د رسيدونو په ځائې د قطری خط دروغ وئيلي او جعلی کیلبری فونټ ټرسټ ډيډ ئې جوړ كړې۔