اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) د قومي اسمبلۍ غړي خواجه محمد آصف وئيلي دي چې هېواد كښې د ګرانۍ په اړه دې په ايوان كښې بحث وكړې شي، د چينو او غنمو سكينډل د پلټنو رپورټس دې ايوان ته وړاندې كړې شي، تحريك لبيك سره شوې لوظنامو تفصيلات څخه دې ايوان خبر كړې شي، پټروليم مصنوعات بيعه كښې اضافې سره به ګراني نوره هم زياته شي۔ د جمعې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته خواجه آصف ووئيل پټرول بيعه كښې اضافه شوې ده۔ګراني د آسمان سره خبرې كوي۔مونږ د وګړو مسئلې حل كولو ، ستونزو لرې كولو لپاره راغلې يو۔ چيني 160روپۍ يو كلو ته رسيدلې، په دې ګرانۍ دې ايوان نوټس واخلي۔ده ووئيل حكومت تحريك لبيك پاكستان سره د شوې لوظنامې تفصيلات دې ايوان ته راوړي او په هغې دې بحث وكړې شي۔مونږ ټول خپلو ووټرانو له ځواب وركونكې يو۔ ده ووئيل قومي سلامتي بايد ضرور بريفنګ وركړې شي۔مونږ به دغ هم واورو خو په ګرانۍ دې بريفنګ وركړې شي۔
په ګرانۍ دې په ايوان كښې بحث وكړې شي، خواجه محمد آصف
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر