اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د لېډي هېلتھ ورکرز رسنې په زياتولو زور رواړې دې دغسې چې هېواد او په خاص توګه لرې پرتو سيمو كښې احتياط او د دارو درملو خذمات وركول باوري كړې شي٬ده د صحت څانګې د طب د پېشه ورو كسانو طبي عملے د كمي له امله بېلو چېلنجونو سره مخ ده٬ هيله لرو چې صحت مند جوان پروګرام به د كميونټۍ په كچه په خاص توګه د مېرمنو او كوچنيانو ته د صحت خدمات وركولو كښې مرستياله وګرځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې د وزيراعظم کامياب جوان پروګرام له مخې د صحت مند جوان پراجېكټ پحقله د بريفنګ غونډې په مهال كړې۔ په غونډه كښې ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال محمد عثمان ډار، د ملګرو ملتونو د پاپولېشن فنډ (UNFPA) نمائنده ډاکټر بختيار قادروف سره سره د UNFPA استازو او لوړو حكومتي چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع صدر مملکت صحت مند جوان پراجيکټ كښې په مرسته كولو د ملګرو ملتونو د پاپوليسن فنډ ستائنه وكړه ۔ د ملګرو ملتونو د پاپولېشن فنډ (UNFPA) نمائنده ډاکټر بختيار قادروف په دې موقع غونډې ته بريفنګ هم وركړو
د هېواد په لرې پرتو سيمو كښې احتياط او د دارو درملو خذمات وركول باوري كولو لپاره دې د لېډي هېلتھ وركرز رسنه زياته كړې شي۔صدر مملکت ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں