اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب وئيلي دي چې كوپ-27 كښې نړآوال فنډ جوړيدل د زمكه د موسمياتي بدلون تباهۍ څخه بچ كولو پلو يوه لويه كاميابي ده،ماحولياتي انصافغوښتنه په نړيواله كچه منظوريدل د پاكستان لويه سفارتي كاميابي ده،موسمياتي بدلون له امله ځپلې شوي هېوادونو زيان ازالې نړيوال فنډ جوړيدل د پاكستان د موقف ګټه ده۔د نهي په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل د پاكستان موقف ټولي نړۍ منلې دې ۔وزير اعظم شهباز شريف پرمختګ كونكي هېوادونه د موسمياتي بدلون ناوړه اثرات او پاكستان كښې د سېلاب تباهي نړيواله ايجنډا كښې بدل كړې۔ دې ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د پاكستان موقف نړيوال اتفاق رائے پيدا كولو پريكړه كښې د قدر وړ كردار ترسره كړې ۔’ډيميج اينډ لاس فنډ’ جوړآدو سره به پاكستان كشې د سېلاب ځپليو په بحالۍ كښې مرسته وشي۔دې ووئيل د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل انتونيوګوتيرس د پرمختګ كونكو هېوادونو محسن ثابت شوې دې۔دې ووئيل خارجه وزير بلاول بھټو زرداري او د موسمياتي بدلون وزيري شيري رحمان په هڅو په نړيواله كچه د پاكستان موقف تسليمولو كښې په زړه پوري كردار ترسره كړې دې۔ټول نړيوال مشران د مباركي پيرزوئنو وړاندې كولو مستحق دي چا چې د زمكي بچ كولو لپاره د پريكړي وړ او عملي اقدام پورته كړې دې۔
كوپ-27 كښې نړآوال فنډ جوړيدل د زمكه د موسمياتي بدلون تباهۍ څخه بچ كولو پلو يوه لويه كاميابي ده۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مرېم اورنګزيب
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے