اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف د بهاره كهو نه تر پمز او د كورال څخه تر پمز د اسلام آباد د وړومبي بس سروس پرانسته كړې چرته به چې ټول ګرين لائن او بليو لائن سروس﴿ د پېنډې اسلام آباد مېټرو﴾ په رېډ لائن كښې ضم شي. د زيارت په ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغې ووئيل چې د فېض احمد فېض سټاپ څخه به مسافر د اورنج لائن د لارې تر هوائي اډه سفر وكړے شي. هغې ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف په پاكستان كښې د ماس ټرانزټ پروژې پېل كوونكې دے كوم چې د لاهور مېټرو، د لاهور سپېډو بس سروس، اورنج ټرېن، ملتان مېټرو، د پېنډې اسلام آباد مېټرو، د اسلام آباد رېډ لائن، بليو لائن بس سروس، ګرين لائن بس سروس او اورنج لائن پېل كړي دي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار