اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان د خزاني وزير ته د ټولني کمزورو طبقو له روزګار او كورونو جوړولو لپاره د قرض ، صحت کارډ وركولو او د غريبو كورنيو يو كس له د فني او پيشه وره تربيې وركولو لپاره د كوټلي منصوبې وړاندې كولو ذمه واري سپارلو سره وئيلي دي د هېواد د لويو ښارونو ماسټر پلان زر تر زره مرتب كړئ، ګرين پاکستان د راروانو نسلونو تحفظ او ښه چاپيريال لپاره ضروري دے۔د دې خيالاتو څركندونه ده د زيارت په ورځ د هاؤسنګ، کنسټرکشن اينډ ډويلپمنټ نېشنل کوآرډينېشن کمېټۍ اوونيزي غونډې مشري كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د ګرين ايرياز تحفظ لپاره د كر كېلې، استوګنې او نورو زمكو كارولو په اړه په مروجه قوانين او قواعدو كښې د بدلون پريكړه شوې دغسې چې د كركېلې د زمكي او ګرين ايرياز تحفظ وكړے شي۔ وزيرِاعظم عمران خان د ټولني كمزورو طبقو له د روزګار لپاره آسان او په كم شرح سود قرض وركولو، کم آمدن لرونكو له ذاتي كورونه جوړولو له قرض ، صحت کارډ وركول او د غريبو كورنيو يو يو كس له ټيکنيکل او پرفيشنل هنر ورښودلو په اړھ د كوټلي پلان وړاندې كولو ذمه واري د خزاني وزير ته سپارلې ۔ غونډي ته د ماحوليات وزارت د اړخه د مرتب كړي ګرين بلډنګ كوډ په اړه بريفنګ وركړے شو۔په غونډه كښې د پائلټ پراجيکټ په توګه د ګرين بلډنګ کوډز نفاذ د نياغپاکستان هاؤسنګ منصوبو څخه د كولو پريكړه شوې ۔غونډې ته ووئيل شول ګرين بلډنګ کوډ د توان ٬ اوبو بچت، د تعميري سامان، د انډور سيلۍ معيار، تھرمل کمفرټ او د چاپرېيال سره په ټرانسپورټ مشتمل دے۔ د ګرين بلډنګ کوډ اطلاق سره به د توان په لړ كښې 24 نه تر 50 فيصده كمے ، د کاربن اخراج په لړ كښې 33 نه تر 35 فيصد کمے، د اوبو 40 فيصده بچت او د سالډ وېسټ 70 فيصده کمے اوشي دغسې په ګرين کوډ عمل درآمد په لړ كښې اضافي لګښت هم كم دے كوم به چې به په دوه يا درې كاله كښې پوره شي۔غونډي ته د هېواد لويو ښارونو ماسټر پلانز بيا د سره مرتب کولو او په دې اړه تر اوسه په پيش رفت تفصيلي بريفنګ هم وركړے شو۔ د پنجاب چيف سيکرټري ،د سندھ او خېبر پښتونخوا چيف سيكټري د صوبو لويو ښارونو ماسټر پلانز جوړولو كښې تر اوسه د شوي پيشرفت څخه وزيرِاعظم خبر كړو۔ وزيراعظم ګرين ايرياز په تحفظ زور راوړلو سره ووئيل ګرين پاکستان زمونږ د نوو نسلونو د تحفظ او هغوي له ښه فضا وركولو لپاره ضروري دے لهذا په دې اړه د زمكي استعمال په قواعد او ضوابط او په هغې د عمل درآمد تګلاره دې مرتب کړې شي۔ وزيرِاعظم د پنجاب چيف سيکرټري ته د ګرين ايرياز پروټيکشن پلان او په دې پلان د عملدرآمد تګلاره په سمدستي توګه د جوړولو سپارښټنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د ګرين ايرياز تحفظ دې د نېشنل ايمرجنسي په توګه وګنړلے شي ،د ګرين ايرياز تحفظ په اړه هڅو كښې دې د اولس بشپړه ګډون باوري كړے شي۔په غونډه كښې د سټيټ بېنك ډپټي ګورنر وزير اعظم کم آمدن لرونكو كسانو له د كورنو جوړولو لپاره د بينکونو د وركړے كيدونكو قرضونو او نورو ګامونو څخه خبر كړو
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هاؤسنګ، کنسټرکشن اينډ ډويلپمنټ د نېشنل کوآرډينېشن کمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر