اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي( د حضور پاك (ص) د ولادت ورځې په موقع دوه ورځني نړيوال رحمت اللعالمين كنفرنس به (نن) د نهې په ورځ پیل كېږي۔ د مذهبي چارو وزارت تر سيوري لاندې په دوه ورځني سيرت كنفرنس كښې به په مجموعي توګه درې ناستې كېږي۔ په افتتاحي غونډه كښې به وزيراعظم عمران خا?? خاص م??لمه وي او (نن) د نهې په شپه به د كنفرنس په دوهمه ناسته كښې د پاكستان پشمول د نورو اسلامي هېوادونو څخه راغلې جيد علماﺀكرام د حضور نبي پاك ۖ د سيرت طيبه په بېلا بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د نومبر په 21مه نېټه به د سيرت كنفرنس اختتامي نشت كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي خاص م??لمه وي۔ سږ كال به د سعودي عرب٬مراكش٬مصر٬اي??ان پشمول د نورو اسلامي هېوادونو څخه هم استازي په سيرت كنفرنس كښې ګډون كوي۔ د سږ كال كنفرنس موضوع”ختم ن??وت او د مسلمانانو ذمه واري د تعليمات نبوي په رڼا كښې” ده۔ په درېمه او آخري ناسته كښې به اولس مشر ډاكټر عارف علوي په قامي او سيمه ايزو ژبو كښې د سيرت٬نعت كتابونو او مقالات سيرت(ص)په مقابلو كښې اول٬دوئم او درېم لمبر راتلونكو له انعامونه وركوي۔ رحمت اللعالمين(ص)كنفرنس كښې د ګرد هېواد څخه ټول مكتبه فكر علماﺀ كرام٬سفارتكار٬ د سول سوسائټۍ او سياسي مشرانو ته د ګډون كولو بلنه وركړی شوې۔ د يادونې وړ ده سږ كال حكومت د حضور پاك(ص) د ولادت ورځ په قامي كچه د لمانځلو پريكړه كړې چې مقصد يې تر ټولې نړۍ د حضور پاك(ص)د امن او مينې پېغام رسول دي او د كنفرنس موضوع هم”ختم ن??وت او د مسلمانان ذمه واري د تعليماتو نبوي په رڼا كښې”اېښودلې شوې۔ د دې څخه ښكاره ده چې د ختم ن??وت په معامله كوم هم كلمه ويونكې كومه سمجهوته نشي كولې۔ په ختم نبوت(ص)د ټول عالم اسلام اجماع ده٬دا نه منونكي د اسلام د دائرې نه خارج دي٬د حضور پاك(ص)د رحمت پېغام د ټولو مذهبونو٬ټولو اديانو او ټول مخلوقات لپاره دے۔ د مذهبي چارو وزارت له مخې د روان كال د دسمبر په آخر كښې به نړيوال بين المذاهب كنفرنس كولې ش?? چې پكښې به د جامعه الازهر٬امام كعبه٬پوپ يا د هغه كوم خاص استازې ګډون كوي او دا كنفرنس به په لاهور كښې كېږي۔ د دې مشري به وزيراعظم عمران خا?? كوي۔ د مذهبي چارو وزارت له مخې سږ كال به په بېلا بېلو ښارونو كښې ټول كال د سيرت(ص)پروګرامونه جاري ساتلې
دوه ورځني نړيوال رحمت اللعالمين كنفرنس (نن) پیل كېږي
مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز