اسلام آباد۔06 ستمبر(اے پی پی(د قانون٬انصاف او پارليماني چارو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي په پاكستان انسټي ټيوټ آف مېډيكل سائنسز كښې د جناح مېډيكل ټاور د بنياد تيګه كېښودلې شوې ٬جديد طبي آسانۍ لرونكے ميډيكل ټاور به په يو زر كټونو مشتمل وي او دا به په دريو كلونو كښې بشپړ شي۔د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال په سېنېټ كښې د سينيټر ډاكټر زرقا سهروردي تيمور د پوښتنې په ځواب كښې د قانون٬انصاف او پارليماني چارو وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ ووئېلي په اكتوبر كښې د شنګهائي مرستې تنظيم غونډه كېږي او د دې لپاره حكومت بشپړ اقدامات كوي۔ده ووئيل په كنونشن سينټر اسلام آباد كښې د رنګ روغن كار كېږي٬د چين پش??ول بېلو هېوادونو څخه مندوبين راروان دي۔ده ووئيل د اپوزېشن ګوندونو ټول غړي به بېلو غونډو كښې رابللے شي۔د فوزيه ارشد د پوښتنې په ځواب كښې د قانون او انصا?? وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئېل فارن آفس له د 42 اربه روپو بجټ بېل كړے شوے ٬په دې بجټ كښې د ټولې نړۍ سفارتي مشنز چلو??ې كېږي٬پوره هڅه كوو چې كفايت شعاري راوستلې شي۔د سېنېټر دنيش كمار او سېنيټر انوشه رحمان د پوښتنې په ځواب كښې د قانون او انصا?? وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئيل ډريپ په اړه اقدامات پورته كېږي او په دې كښې نور ښه والے راوستلے كېږي۔ده ووئيل د ډريپ فنډ چرته هم نه ځي٬٬حكومتي اقدامات سره ريسرچ كښې هم زياتوالے كېږي۔د سېنېټر ډاكټر همايون مومند٬ سېنېټر فوزيه ارشد٬سېنېټر دنيش كمار او سېنېټر دكټر زرقا سهروردي تيمور د پوښتنو په ځواب كښې د قانون او انصا?? وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئېل د نرسنګ څانګه د اهميت وړ ده٬په ټوله نړۍ كښې د نرسز ډېر زيات ضرورت دے??مونږ د دې څانګې پرمختګ لپاره په ??رج??حي بنيادونو اقدامات كوو۔ده ووئيل حكومت د سركاري نرسز تعليم كښې ښه والي لپاره هم اقدامات پورته كوي٬پاكستان نرسنګ كونسل كښې د موجودو مسئلو حل لپاره هڅې كوو۔
پاكستان انسټي ټيوټ آف مېډيكل سائنسز كښې د جناح مېډيكل ټاور د بنياد تيګه اېښودلې شوې ۔سېنېټر اعظم نذير تارړ
Life Spin Credit Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ