اسلام آباد 17 اک??وبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د شنګھائي مرستې تنظيم غونډې كاميابه تابيا په ??فارتي مېدان كښې پاكستان لپاره ډېره لويه كاميابي ده٬ د هېواد معيشت مثبت پلو روان دے، د معيشت استحکام لپاره ټولو قربانۍ وركړي٬ قامي مفادات لپاره مونږ خپلو اتحاديانو سره په ګډه خوشحال پاکستان پلو روان يو ۔ د زيارت په ور?? د ??زيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د حکومت او اتحادي ګوندونو سينيټرز په ??رناوي كښې د ماسپخين مېلمستيا وركړه ۔ په ??ستوره كښې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني، نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار او حکومتي او د اتحادي ګوندونو سينيټرانو ګډون وكړو۔ په ??ې موقع وزيراعظم شنګھائي مرستې تنظيم د غونډې پاکستان كښې په کاميابه تابيا ټولو مشرانو له مباركي وركولو سره ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم د غونډې په كاميابه تابيا په ??فارتي مېدان كښې پاكستان لپاره ډېره لويه كاميابي ده، د دې غونډې كاميابۍ سره د پاكستان سفارتي پروفائل په نړيواله كچه لا مستحكم شوے، د شنګھائي مرستې تنظيم کاميابۍ لپاره ټولو اړوندو ادارو په ګډه هڅې كړي ، د شنګھائي مرستې تنظيم د غونډې نه وړاندې د چين وزيراعظم دوره ډېره کاميابه شوې، د شنګھائي مرستې تنظيم غونډې په کاميابۍ كښې د نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق دار کليدي کردار دے۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد معيشت په مثبت پلو روان دے٬ په ګرانۍ كښې په لږه موده كښې ډېر كمے راغلے٬ د معيشت استحکام په ??بب د پاکستان د 2025 هدفونه په كال 2024 كښې ترلاسه شوي۔ ده ووئيل په ??رسيلات زر كښې مستقل اضافه د هېواد معيشت لپاره زياته خوشبينه ده، ترسيلاتِ زر كښې ريکارډ اضافه بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو د حكومت په پاليسيو د باور څرګندونه ده ۔ ده ووئيل د معيشت استحکام لپاره ټولو قربانۍ وركړي، وړاندې مې هم څو ځله وئيلي وٶ خپلو مخالفينو ته به د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره په محنت كولو ځواب وركوٶ۔ وزيراعظم د اتحادي ګوندونو په ??ېنېټ كښې مشرانو ته ووئيل تاسو ټولو د خپل سياست قربانولو سره ډ??ر محنت كړے، معاشي استحکام او سفارتي کاميابۍ د دې نتيجه ده، د دې هېواد ټولو سياسي ګوندونو او اولس قربانۍ وركولو سره دا هېواد د ستونزو نه بهر كړے۔ ده ووئېل د هېواد پرمختګ لپاره ټول سياسي ګوندونه او ادارې په ګډه كار كوي٬ قامي مفادات لپاره مونږ خپلو اتحاديانو سره په ګډه د خوشحال پاکستان پلو روان يو
د ايس سي او غونډې كامياب انعقاد په سفارتي مېدان كښې پاكستان لپاره ډېره لويه كاميابي ده۔ وزيراعظم شهباز شريف
यिबांग इलेक्ट्रॉनिक्स विश्वसनीयता मनोरंजन लिंक
APP47-171024
ISLAMABAD: October 17 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif addresses a banquet organized in honor of senators. APP/TZD/ABB
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب