اسلام آباد۔26دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ ویلي دي چې د 9مئي پېښې پرېكړې سره د انصاف غږ پورته شوے دے، د هېواد ?? دښمنانو خوبونه ريښتيا كوؤنكو ته سزاګانې اورولې شوې دي ٬ د پرېكړې هركلې كوؤ٬ د نو مئي ماسټر مائنډ او پلان جوړونکو ته هم بايد سزا وركړې شي۔ د زيارت په ورځ ميډآ سره خبرو كښې ده ووئيل نن ملټري محکمې د نو مئي مجرمانو ته باقاعده سزاګانې واورولې۔ د 9 مئي د مجرمانو تفصيلات رامخې ته شول۔ ده ووئيل د هېواد دفاعي ادارې كمزورې كول او د هېواد په دفاعي ادارو بريد د پي ټي آئي د چيئرمېن او د ??غه د ملګرو يو ناوړه سازش ؤ۔ هغوي د 9 مئي منصوبې په جوړولو كښې برخه واغسته۔ ده ووئيل نن يوه لويه ورځ ده ٬ نن د 60 مجرمانو كېس خپل انجام ته رسېدلے دے۔ ده ووئيل دا پرېكره زر نه بلكې په دوه كاله كښې وكړې شوه ٬ باقاعده شواهد جمع كړې شول۔ ده ووئيل د مجرمانو ټرائل كښې ټول قانوني لوازمات ترسره كړې شول۔ مونږ دې پرېكړې ته هركلے وايؤ ٬ دې سره د انصاف غږ پورته شوے دے٬ اوس به څوك په دفاعي ادارو د بريد كولو جراﺀت كولې نه شي ده ووئيل ملټري ټرائل كورټ د نړيوالو لوظنامو او زمونږ د قانون او آئين له مخې دے۔ رائټ ټو فیئر ټرائل كښې د وكيل كولو ٬ فېملي او ر??كا??ډ ته د لاس رسۍ حق وركړے شوے ٬ بلكه دا هم شوي چې د ملزم په غېر موجودګۍ كښې به ټرائل كولے نه شي۔ په دې كېس كښې د اپيل كولو دوه حقونه وركړې شوي دي۔ يو حق په ملټري كورټ او دويم په اړوند هائي كورټ كښې د پټيشن د لارې وركړے شوے دے۔ ده ووئيل پي اے اېف بېس ميانوالي څخه بهر د اېم اېم عالم ??غه جهاز هم وسوزولے شو په كوم چې مونږ وياړ لرلو ٬ زمونږ يو پ??ئل?? ?? دښمن جهازونه نسكورولو سره نړيوال ر??كا??ډ جوړ كړے۔ ده غوښتنه وكړه چې د 9 مئي سازش ماسټر مائنډ او نورو پلان جوړؤنكو ته دې هم سزاګانې واورولې شي۔ ده ووئيل دا ??غه خلك وو كومو چې ?? دښمنانو خوب ريښتيا كړو۔ ده ووئيل نن به د شهيدانو روح ته سكون رسېدلې وي۔ كومو كسانو چې د هغوي يادګارونو ته زيان رسولې دے او د تشدد لاره يۍ خپله كړې نن هغوي ته سزا اورولې شوې ده او هغوي خپل انجام سره مخ شوي دي۔ ده ووئيل نن خو د پي ټي آئي چيئرمېن هم ووئيل چې معيشت مست??كم كېدو پلو روان دے او كه پاك پروردګار ته منظور وي پاكستان به لا مضبوط هېواد جوړوو۔
د 9 مئي كيس پرېكړې سره د انصاف غږ پورته شو ٬ د 9 مئي ماسټر مائنډ او منصوبه جوړؤنكو ته هم بايد سزا وركړې شي : د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ
वाइल्ड हेल आधिकारिक मनोरंजन प्रवेश
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará