اسلام آباد۔12دسمبر (اے پی پی) اولسمشر ډاکټر عارف علوي په چمن کښې په شهري آبادۍ د افغان سرحدي ځواکونو له لوري د بې درېغه او ناترڅه ډزو پېښې کلکه غندنه كولو سره په راتلونکي کښې د دغه ډول پېښو د مخنيوي په اړتيا ټينګار كړے دے۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر خبري څانګې لخوا د جاري شوي بيان له مخې اولسمشر ډاكتر عارف علوي هيله څرګنده كړې ده چې په پېښه كښې د ككړو كسانو په ضد به د افغان حكومت لخوا سخته كارروائي وكړې شي۔ ده ووئيل د پولې دواړو اړخونو ته د شهري آبادۍ تحفظ د دواړو هېوادونو ذمه واري ده۔ اولسمشر په پېښه كښې په رامخې ته شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه ٬ ژوبل شويو لپاره د زر روغتيا او غمجنيو كورنيو سره غمرازي وكړه۔