نیو یارک۔22ستمبر(اے پی پی) و??ير??عظم محمد شهباز ش??يف به نن د زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو ع??ومي سېكتر انتونيو ګوتېرس او د مائيكرو سافټ مؤسس بل ګېټس په شمول يو شمېر نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه كوي۔ و??ير??عظم به په پاكستان كښې د سېلابونو له امله شوې تباهي په ګوته كولو لپاره د ملګرو ملتونو په سېكرټريټ كښې د لګولي شوي عكسي نندارتون دوره هم كوي۔ د زيارت په ورځ د و??ير??عظم دفتر لخوا د جاري يو بيان له مخې و??ير??عظم محمد شهباز ش??يف به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 77مې غونډې په درېمه ورځ هم په نيويارک كښې د فعاليتونو نه ډکه بله ورځ تېره كړي۔ دملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته روانېدو نه وړاندې به و??ير??عظم شهباز ش??يف بل ګېټس سره ملاقات كوي۔ د ملګرو ملتونو هېډ كوارټرز ته په رسېدو به و??ير??عظم عمومي سېكتر انتونیو ګوتېرس سره د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه چارو خبرې كوي۔ وروستو به و??ير??عظم د ملګرو ملتونو سېكرټرېټ كښې پاكستان كښې د سېلابونو د لاسه شوې تباهي په ډاګه كولو له د لګولې شوي عكسي نندارتون دوره كوي۔ ماسپخين به و??ير??عظم اېډتھ لیډرر ته د اېسوسی اېټډ پېیس اے پی ټی وی (Associated Press-AP TV) لپاره انټرويو وركوي۔ دې نه وروستو به و??ير??عظم خپل جاپاني همڅنګ فومیو کېشیډا ، د بیلجیم وزیراعظم الېګزېنډر ډی کرو او د ملائشیا وزیراعظم اسماعیل صابری یعقوب سره جلا جلا ملاقاتونه كوي او دوئي سره به د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كوي
وزیراعظم شهباز شریف به نن د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ٬ بل ګېټس او يو شمېر نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه كوي
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável