اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي په ممنوعه فارن فنډنګ كيس وفاقي كابينې انتقامي نه د قانوني كاروائۍ پريكړه كړې٬ممنوعه فنډنګ كيس كښې د الېكشن كمېشن پريكړې له مخې ډيكلرېشن سپريم كورټ ته به لېږلے شي٬ پي ټي آئي مني لانډرنګ٬فيك اكاؤنټس او د خيرات په نامه روپۍ راغوښتې پېسه سياسي مقاصدو لپاره استعمال كړې ۔پاكستان تحريك انصاف فارن اېډډ ګوند ډيكليئر شوے٬ممنوعه فنډنګ كيس كښې الېكشن كمېشن د پولټيكل پارټيز آرډر 2002 او الېكشن ايكټ 2017 ترمخه پريكړه كړې٬حكومت د آئين او قانون له مخې ډيكليئرېشن سپريم كورټ ته د لېږلو پابند دے٬د كابينې په غونډه كښې د چورلكې په پېښه كښې د شهيدو شوو پوځي افسرانو او د سېلاب له امله حق رسېدليو كسانو لپاره خصوصي دعا شوې ۔د حج په ښه انتظامات د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبدالشكور او د مذهبي چارو وزارت كاركردګي ستائېلې شوې ۔د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس مېډيا ته بريفنګ كښې د اطلاعات وفاقي وزيرې ووئيل الېكشن كمېشن د اته كلونو راهسې د تاخير ښكار فارن فنډنګ كيس پريكړه د پولټيكل پارټيز آرډر 2002 او اليكشن ايكټ 2017 ترمخه كړې۔دې ووئيل الېكشن كمېشن آئيني اداره ده٬د اتو كلونو راهسې د دې كيس پلټنې كېدلې٬په دې مهال تحريك انصاف په دې كيس كښې 51 وارې التوا اغستی۔دې ووئيل دې كيس سره د مسلم ليګ(ن)او موجوده حكومت هېڅ تعلق نشته۔دا كيس اكبر اېس بابر الېكشن كمېشن ته وړلے٬الېكشن كمېشن د اكبر اېس بابر په خواست د پي ټي آئي څخه ثبوت غوښتے٬ پي ټي آئي په اته كلونو كښې ځواب نه دے وركړے٬په دې سټېټ بانك آف پاكستان ټول رېكارډ الېكشن كمېشن له وركړے۔دې ووئيل د قانون وزارت د اړخه كابينې ته د دې كيس په حقله بريفنګ وركړے شوے۔وفاقي وزيرې ووئيل په پريكړه كښې په واضحه ډول پاكستان تحريك انصاف فارن آيډډ ګوند ډيكلير شوے۔دې ووئيل د پي ټي آئي 16 اكاؤنټې ډيكلئير نه دي۔دې ووئيل ټول اكاؤنټس د عمران خان پشمول د پي ټي آئي د سينئر قيادت په نامو پرانستلې شوي او د ګوند د ملازمانو په نامه پيسې راغلې او دا فنډنګ پي ټي آئي نه دې ډيكليئر كړے۔دې ووئيل د قانون وزارت د عاشوره نه پس به د كابينې په راروانه غونډه كښې د ټولو قانوني او آئيني چارو جاج اخستو سره به ډيكليئرېشن سپريم كورټ ته لېږلو له وړاندې كوي۔دې ووئيل عمران خان څو وارې په الېكشن كمېشن كښې بيان حلفي جمع كړے چې د پولټيكل آرډر 2002 ترمخه ګوند كوم ممنوعه فنډ نه دے ترلاسه كړے۔عمران خان دا بيان حلفي د خپل لاس ليك سره الېكشن كمېشن كښې جمع كړے او په الېكشن كمېشن كښې دا ټول بيان حلفي جعلي ثابت شوي۔دې ووئيل د كورنيو چارو وزارت ته په دې كيس كښې د قانون او آئين له مخې د پلټنو سپارښتنه شوې۔اېف آئي اے ته سپارښتنه شوې چې د ټول مالياتي او تحقيقاتي ادارو سره په ګډه د دې پلټنې وكړي او په دې جرم كښې د شاملو وګړو په ضد انكوائري پېل كړي۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل كه دا پريكړه د كوم بل سياسي ګوند په اړه د پي ټي آئي په حكومت كښې راغلې وه نو تراوسه به ټول په زندان كښې وو۔دې ووئيل پي ټي آئي د پولټيكل پارټيز آرډر 2022 ترمخه پاكستان ګښې رجسټرډ ده ۔دې ګوند ممنوعه فنډ ترلاسه كړے د كوم چې قانون اجازه نشي وركړے كېدے۔دې ووئيل د قانون وزارت د ډيكليئرېشن په حقله په قانوني او آئيني چارو كابينې ته بريفنګ وركړے۔د حج په حقله د يوې پوښتنې پھ ځواب دې ووئيل حج يو لوي ايونټ دے ٬ د دې په انتظامي چارو كښې كمے پېشې كېدے شي۔دې ووئيل چرته چرته چې څه بېغورۍ شوي د هغې نوټس اخستلے شوے او ځواب غوښتلے شوے۔د مسجد نبوي په پېښه د سعودي حكومت پريكړې په حقله د اطلاعات وزيرې ووئيل مسجد نبوي يو مقدس ځاے دے هلته چې څه شوي د افسوس وړ وو چې خلقو دغه مقدس ځاے د سياسي مقاصدو لپاره استعمال كړے۔د سعودي حكومت په دې حقله د پريكړې احترام كوو۔د دې څخه وړاندې د وفاقي كابينې غونډې په حقله تفصيلات كښې وفاقي وزيرې ووئيل د كابينې په غونډه كښې د چورلكې په پیښه كښې شهيدو شوو افسرانو او د سېلاب له امله حق رسېدليو لپاره خصوصي دعا شوې۔كابينې د مذهبي چارو وفاقي وزير عبدالشكور او د وزارت ښه انتظامات ستائيلې۔كابينې فرمان الله د پاكستان ري انشورنس كمپنۍ سي اي او تعيناتولو منظوري وركړې۔دې ووئيل په كابينه كښې د اېن ډي اېم اے او پي ډي اے تفصيلي رپورټس هم وړاندې كړے شوے۔دې ووئيل وزيراعظم پخپله د سېلاب ځپليو لپاره د مرستې هلو ځلو څارنه كوي او د ځپليو سيمو دوره يې هم كړې۔دې ووئيل د وزيراعظم د سپارښتنې له مخې حق رسېدليو كورنيو لپاره 10 لكه روپۍ د دې نه ځانله د ويجاړ شوو كورونو جوړولو لپاره هم 5 لكه روپۍ هرې كورنۍ له وركړې كېږي۔دې ووئيل وزيراعظم سپارښټنه كړی اېن ډي اېم اے٬صوبائي حكومتونه او پي ډي اېم اے دې په ګډه د سېلاب له امله د زيان اندازې لګولو لپاره شريكه سروے وكړي۔وزيراعظم په دې موقع د خزانې وزير مفتاح اسماعيل په مشرۍ كښې د كمېټۍ جوړولو منظوري هم وركړه۔وفاقي وزيرې ووئيل د كورنيو چارو وزارت وفاقي كابينې ته د آزادۍ ورځې په حقله د بنديوانو په سزاګانو كښې د درېو مياشتو كمي كولو سفارش كړے٬كابينې د تفصيلي غور نه پس د كورنيو چارو وزارت او قانون وزارت ته سپارښتنه كړی چې د آزادۍ ورځې مناسبت سره د سزا ګانو په حقله بيا سمري وړاندې كړي۔
ممنوعه فارن فنډنګ كيس٬ وفاقي كابينې د انتقامي نه د قانوني كاروائۍ پريكړه ٬پي ټي آئي مني لانډرنګ٬فيك اكاؤنټس او د خيرات په نامه راغوښتې پېسه سياسي مقاصد له استعمال كړې ۔مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia