اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير رانا ثناءالله خان د يوم تكبير په موقع قام له مباركي وركولو سره ووئيل چې پاكستان په ناقابل تسخير جوړولو د مياں نواز شريف د مړانې پريكړې ته سلام كوم،وخت ثابت كړه چې يو بهادر سياسي قيادت د هېواد كټو لپاره د مړانې پريكړې كولې شي،مونږ هېواد اتومي قوت جوړ كړې ؤ ، اوس به ئې معاشي طاقت هم جوړوو۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د يوم تكبير په ( 28 مئي) خپل خصوصي پيغام كښې كړې ده۔ رانا ثنا الله ووئيل 24 كاله وړاندې په نن ورځ مونږ دا ثابت كړې چې پاكستان يو اتومي قوت دې۔پاكستان په ناقابل تسخير جوړولو د مياں نواز شريف د مړانې پريكړو ته سلام كوم۔وخت ثابته كړې چې يو بهادر سياسي قيادت د هېواد ګټو لپاره د مړانې پريكړې كولې شي۔ ده ووئيل د ډالرز پيشكش رد كولو سره اتومي چاؤدنې كولو سره د هېواد د خپلواكۍ پريكړه مياں نواز شريف په نن ورځ كړې وه۔وخت دا هم ثابت كړه چې پاكستان يو انتهائي ذمه واره اتومي قوت دې۔د پاكستان په اتومي قوت ټوله اسلامي نړۍ وياړ لري۔الحمدالله مونږ پاكستان اتومي قوت كړې ؤ او دا به اوس معاشي طاقت هم جوړولې شي۔
مونږ هېواد اتومي قوت جوړ كړې ؤ،اوس به هېواد معاشي طاقت هم جوړولې شي۔ د كورنيو چارو وزير د يوم تكبير په موقع پيغام
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام