دوشنبے۔30مارچ (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شا?? محمود قرېشی وئيلي دي د بامقصده خبرو اترو نه غېر د افغانستان مسئل?? كوم حل نه لري۔ د ن??ې په ورځ دوشنبے كښې د 9 م هارټ آف اېشیا ??ستنبول پراسس غونډې په حقله ميډيا ??ره خبرو كښې هغه ووئيل امن لپاره د پاكستان هڅې نړۍ ته ښكاره دي۔ مونږ په سباؤن ژور نظر لرؤ۔ كله چې سيمه كښې امن وي نو زمونږ مضبوط د سيمه ايز تړون سوچ به مخ په وړاندې لاړ شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ ټول په دې خبره اتفاق لرؤ چې د مذاكراتو نه غېر د افغانستان مسئلې كوم بل حل نشته۔ پاكستان د پخوا نه دا خبر?? كوي چې افغان مسئل?? كوم پوځي حل نه لري۔ ٬ اوس دا خبره ټولو منلې او دا لويه كاميابي ده۔ خارجه وزير ووئيل زه دا هېڅكله نه وايم چې داسې كول به آسان وي ٬ ستونزې شته خو مونږ له به مخ په وړاندې تلل وي۔ خارجه وزير ووئيل تېره ورځ ترك خارجه وزير ??ره زما ملاقات په زړه پورې چاپېرچل كښې شوے۔ هغه ??ره د استنبول كنفرنس په بابله د خيالاتو څرګندونه شوې او نن زما ملاقات افغان اولس مشر او خپل افغان همڅنګ ??ره هم كېدونكے دے
د بامقصده خبرو اترو نه غېر افغان مسئله كوم حل نه لري۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج