اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې افغان وګړو لپاره په ويزه نظام كښې د بدلون منظوري وركړې شوې ده٬ په ويزه نظام كښې د دې سهولت مقصد د افغان اولس مرسته٬ مېنځنۍ آسياء سره كاروبار او سرمايه كار راغب كول دي۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل اوس به زمونږ سفارت خانې د دوي د موجوده شهريت په بنياد په درخواستونو كاروائي كوي٬ افغان ډرائيورز او ټرانسپورټرز ته به په 48 ساعتونو كښې يو كال لپاره ملټي پل ويزه ترلاسه كېږي۔ وزيراعظم ووئيل په ويزه نظام كښې د دې سهولت مقصد دواړه هېوادونه يو بل ته نزدې كول، د افغان اولس مرسته٬ د مېنځنۍ آسياء پراخه منطقې سره كاروبار او سرمايه كار راغب كول دي۔ وزيراعظم ووئيل ما داخله وزارت ته په آزاد ويزه پاليسۍ د نور كار كولو امر كړې دې
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ