لاهور 17 اکتوبر(اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان وژن دے چې بايد مونږ په قومي كچه خپل ځان زيات نه زيات د سيرت طيبه څخه خبر وساتو، دې خبرتيا سره به نه يوازې مونږ خپل اوسنې بلكې راتلونكي نسلونه هم د خپل دين د اساس څخه په ښه ډول خبر كړے شو. ده دا خبرې په پنجاب انسټي ټيوټ آف قرآن اېنډ سيرت سټډيز كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. ده ووئيل چې د سيرت نبوي صلی الله عليه وآله وسلم څخه خبرتيا په دې اړه هم ګټوره ده چې مونږ به بهرنې نړۍ ته د اسلام اصل پېغام ورسولې شو او د اسلاموفوبيا د زهرجنې پروپېګنډې مخ نيوې به هم وشي. ده ووئيل چې د خپل نبي صلی الله عليه وآله وسلم په تعليماتو عمل كولو كښې زمونږ نجات دے. ده ووئيل چې مونږ ب ه نړۍ ته ووئيلې شو او هغه به پوهه كړې شو چې د اسلام شدت خوښې او ترهګرې سره هېڅ تعلق نشته. ده ووئيل چې د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح د يوې پوښتې په ځواب كښې په واضحه توګه وئيلي و چې د پاكستان به هغه نظام وي كوم چې نبي رحمت صلی الله عليه وآله وسلم څوارلس سوه كاله وړاندې وركړے، مونږ ته نن كوم نوے نظام نه دے پكار، بايد مونږ د سيرت طيبه او د خپل نبي صلی الله عليه وآله وسلم د حيات مباركه څخه لارښودنه ترلاسه كولو سره خپل ژوند جوړ كړو. ده ووئيل چې د 12 ربيع الاول خاص محفلونه به صدر پاكستان په مشرې كښې په ايوان صدر او د وزيراعظم په مشرې كښې په كنونشن سنټر كښې كېږي.
د خپل نبي صلی الله عليه وآله وسلم په تعلميات عمل كولو كښې زمونږ نجات دے. حافظ محمد طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ