اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د صحت لنډمهاله وفاقي وزير ډاکټر نديم جان وئيلي دي چې پاکستان د پوليو سرويلنس حساس ترين نظام لري ٬ پوليو پروګرام په هېواد كښې هر ځائ د وائرس مخنيوي لپاره چمتو دے ٬ د پاکستان پوليو پروګرام له مخې د صحت قامي اداره كښې جوړ د پاكستان پوليو لېب كوم چې د صحت د نړيوالې ادارې ريجنل ريفرنس لېب هم دے له مخې د پېنډۍ په صفدر آباد سيمه كښې په لسم اګست اخستې شوې ماحولياتي نمونو كښې پوليو وائرس موجود دي كوم چې په جنياتي توګه په افغانستان كښې موجود وائرس سره تړون لري٬ سږ كال دا پېنډۍ څخه دوېمه مثب?? ماحولياتي نمونه ده د دې نه وړاندې په جولائي كښې سرائے كله څخه اخستې شوې نمونو كښې وائرس موندلے شوے وو او ھ??ه هم په جنياتي توګه د افغانستان وائرس سره تړون لرلو۔ ډاکټر نديم جان ووئيل په ماحول كښې د پوليو وائرس موجودګ?? د تشويش وړ ده ځكه چې وائرس كوچنيانو لپاره خطر دے۔ ده ووئيل كوچنيان د معذورۍ نه ساتلو لپاره موثره طريقه واكسين دے٬ مور پلار دې دا خبره باوري كري چې د دوي ماشومانو ته د پوليو واكسين يو شمېر خوراك ترلاسه شي دغسې چې د پوليو وائرس څخه د دوي تحفظ وشي۔ په دې موقع د نېشنل اېمرجنسي اپرېشنز سنټر کوآرډينيټر ډاکټر شهزاد بېك هم موجود ٶ۔
پاکستان د پوليو سرويلنس حساس ترين نظام لري٬ پوليو پروګرام په هېواد كښې هر ځائ د وائرس مخنيوي لپاره چمتو دے ۔ د روغتيا لنډ مهاله وفاقي وزير ډاکټر نديم جان
Ganesha Golden Entertainment Platform Entrance
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔