ابوظهبی۔28نومبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ او د متحده عرب امارات ص??ر شېخ محمد بن زېد النهيان په دې خبره زور راوړے چې د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه د ورورولۍ تاريخي او ژورې اړيكې د هر ازمېښت په وخت ګټورې ثابتې شوي دي٬ دغسې دوئي د دوه ا??خيزه ستراتيجيكي همكارۍ ا?? خبرو اترو لا مستحكمولو له د خپل خپل عزم پخلے كړے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له ??خې نګران وزيراعظم په ابوظهبي كښې د متحده عرب امارات ص??ر شېخ محمد بن زېد النهيان سره ملاقات كړے۔ په دې موقع د پاكستان پوځ سرلښكر جنرل عاصم منېر هم موجود ؤ۔ دوئي د پاكستان او متحده عرب امارات د دوه ا??خيزه ستراتيجيكي همكارۍ ا?? خبرو اترو لا مستحكم كولو له د عزم پخلے كړے۔ وزيراعظم په اقتصادياتي او مالياتي څانګه كښې د متحده عرب امارات لخوا پاكستان سره د بشپړه مرستې په كولو د ابوظهبي حكومت او مشرتابه مننه كړې۔ ده ووئيل ابوطهبي د 1.8 ملین پاکستانیانو كور دے كوم چې د ورور هېواد په پرمختګ ٬ سوكالۍ ا?? اقتصادي پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ د ملاقات په مهال په مقبوضه فلسطين كښې د بشري حقونو په ناوړه صورتحال او په خاص توګه سيمه ايز او نړيوال پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ دغسې وزیراعظم د نړيوال قانون ٬ ملګرو ملتونو او د او آئي سي اړوندو قراردادونو له ??خې د فلسطين مسئلې منصفانه او تلپاتي حل لپاره د پاكستان د ملاتړ څرګندونه كړې ۔ وزیراعظم د 28م کانفرنس آف پارټیز کوپ۔28 لپاره د يو اے اي مشرۍ لپاره د پاكستان د بشپړه ملاتړ پخلے هم كړے۔ دواړو لارښودو د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه د توان ٬ پورټ آپریشنز پروجېکټس، وېسټ واټر ټریټمنټ، فوډ سکیورټی، لاجسټکس، معدنیات او بېنکنګ اېنډ فنانشل سروسز څانګو كښې د سرمايه كارۍ په ا??ه د مفاهمت په يادښتونو د لاس ليك مشاهده هم كړې۔ دې سره به په پاكستان كښې د يو اے اي لخوا د اربونو ډالرو سرمايه كارۍ له ??اره هواره شي او د اسپېشل انوېسټمنټ فیسیلیټیشن کونسل (اېس آئی اېف سی) لاندې به د بېلو اقداماتو ترسره كولو له ??رسته ترلاسه شي۔ وزیراعظم د مفاهمت په يادښتونو لاس ليك كول يو تاريخي اقدام وګرځولو چې ورسره به د پاک متحدہ عرب امارات د اقتصادي همكارۍ يو نوے دور پېل شي
د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زېد النهيان سره ملاقات ٬ د دوه اړخيزه ستراتيجيكي همكارۍ او خبرو اترو لا مستحكمولو له د عزم پخلے
Entrance to Santa Claus gift shopping entertainment platform
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina