لاهور 09 دسمبر (اے پي پي) د مسلم لیګ (ن) قائد محمد نواز شریف وئيلي دي چې قام د ستونزو څخه وېست??و لپاره به خپل کردار ترسره كوم،په ټاكنو كښې قام ته شنه باغونه نه ښائم،د ګوند كارمندان ما ته نزدې دي،ګاونډيانو سره د ښه اړيكو خوښې لرو، معیشت سره لوبې كونكو بايد محاسبه وكړې شي۔ده د خالي په ورځ ماډل ټاؤن كښې د مسلم لیګ (ن ) پارلیمانی بورډ 6مې غونډي ته و ينا كوله۔د مسلم لیګ(ن) صدر محمد شهباز شریف ،چیف آرګنائزر مرېم نواز شریف ، د خزانې پخوانې وزیر اسحاق ډار، مرکزی لارښود احسن اقبال ، رانا ثناء الله ،رانا تنویر او خواجه آصف پشمول نور سینئر کارمندان هم په دې موقع موجود وو۔ محمد نواز شریف وئويل د هېواد څخه لري ساتلې شوې يم خو د كارمندانو سره د مينې جذبه عمر له زما په زړه كښې وه،مونږ عمر له په خپل هر دور كښې د هېواد او قام لپاره چې كيدې شو كړې دي ،قام د مشکلاتو څخه وېست??و لپاره به كردار ترسره كوو۔ده وو??يل په دې نه پوهيږو چې يو اناړي لاسونو ته هېواد ولي سپارلې شوې ؤ،د هغه په وخت كښې به يواځې خبرې كيدلې په عملی توګه څه هم نه دې شوي۔ده وو??يل د مسلم لیګ (ن) په تير دور كښې د هېواد معیشت مستحکم ؤ،په هېواد كښې كوم معاشی ، اقتصادی ، معاشرتی او سماجی څه ډول مسئله نه وه او په هر لحاظ سره پ??کس??ان مخ په وړاندې روان ؤ،اقتصادی پرمختګ هم كيدلو او نړۍ هم د دې خبرې اعتراف کولو چې پ??کس??ان اوې د پرمختګ پلو روان شوې او په سباؤن كښې به پ??کس??ان د نړۍ په لويو معيشتونو كښې شامل شي۔
قام د ستونزو څخه وېستلو لپاره به خپل کردار ترسره كوم،په ټاكنو كښې قام ته شنه باغونه نه ښائم۔محمد نواز شریف
Rich emoji entertainment platform links
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری