اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي د آئين له مخې پاکستان وفاقي پارلماني جمهوري هېواد دے او د قام اجتماعي اتفاق دے ٬ هېواد به د وفاقي پارلماني جمهوري نظام له مخې چلېږي٬ په نظام ك??ې د بهترۍ ګنجائش تل موجود وي٬ جمهوري نظام اولس لپاره دے او اولس سره د ټاكلو نمائندګانو څخه د ځواب غوښتلو اختيار پكار دے، د رياستي عملدارۍ د لارې د سوشل ميډيا د بې بنسټه پروپېګنډې مقابله روانه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ (پي آئي ډي) تر سېوري لاندې “انتخابي ضابطه اخلاق: د ميډيا پشمول د ټولو شراكتدارو اخلاقي طرز عمل” په سرخط سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په سېمينار كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېکرتري شاهيره شاهد، پرنسپل انفارمېشن آفيسر ډاکټر طارق محمود خان، د وزارت او د اړوندو ادارو چارواكي هم موجود وو۔ وفاقي وزير د انتخابي عمل په اړه د مثبت رويې په جوړولو زور رواړلو سره ووئيل الېكشن كمېشن ميډيا لپاره ضابطه اخلاق جاري كړي كوم چې په اردو او انګليسۍ دواړو ژبو كښې شته ، مين سټريم ميډيا پشمول ټي وي چېنلز او ورځپاڼې دې خپل نيوز رومز كښې دغه ضابطه اخلاق ضرور اوسات?? او خپل اېنكرز او خبريالانو ته دې هم وركړي٬ كه په دې لړ كښې كومې پوښتنې وي نو الېكشن كمېشن څخه دې پوښتلئ شي۔ ده ووئيل د فرورۍ په اتمه نيټه كال 2024 د زيارت په ورځ ټولټاكنې كېدونكې دي ٬ په دې لړ كښې ډېرو خلقو ګنګوسي كړي ٬ غلط فهمۍ ئې رامخې ته كړ?? او د ناسمه معلوماتو وركولو هڅې ئې كړي ٬ چا ته ټاكنې د يخ موسم او چا ته د امنيت په اړه الېكشن ځنډېدونكې ښكارېدلې۔ ده ووئيل د 17م اګست كال 2023 نه ورستو د نګران حكومت دا موقف ٶ چې ټاكنې به د الېكشن كمېشن لخوا په وركړې نيټه كېږ?? او چې نيټه ??عل??ن شوه نو په هر فلور مستقل مزاجۍ سره وفاقي حكومت موقف وړاندې وركړو چې انتخابات به د فرورۍ په 8مه نيټه كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل مين سټريم ميډيا په خاص توګه ټي وي چېنلز لپاره پېمرا شته او ځكه د ضابطه اخلاق په اړه هغوي دومره ګېلې نه لري۔ ده ووئيل تر ټولو لوئې چېلنج د ډيجيټل فرنټيئر دے چرته چې مسئلې شته او اندېښنه ده چې په ډيجيټل ميډيا ري جنريټو آرټيفيشل انټيلي جنس، وائس کلوننګ، ډېپ فېك، پروپيګنډا، روبو کالز، آټو مېټډ ټرولز فارمز الېکشن متاثره كولئ شي۔ ده ووئيل په ټولټاكنو كښې وخت لږ پاتې دے او په ډيجيټل فرنټيئر ځېنې قوتونه پاكستان كښې عدم استحكام او اړے ګړے غواړي، مونږ له به دغه قواؤ د عزائمو په اړه بېدار پاتې كېدل وي ، پي ټي اے، اېف آئي اے او د اطلاعات وزارت پشمول رياستي ادارې د دغې خطرو مقابله كوي۔ ده ووئيل زمونږ مقصد د فرورۍ په اتمه نيټه په سوله ايز ډول د ټاكنو كول دي٬ مونږ هڅه كوٶ چې د اړي ګړي نه غېر انتخابات اوش?? او اولس په لويه كچه د خپلې خوښې ګوندونو نمائندګانو له ووټونه وركړي۔
جمهوري نظام اولس لپاره دے او اولس سره د ټاكلو نمائندګانو څخه د ځواب غوښتلو اختيار پكار دے۔ د وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي د پي آئي ډي تر سېوري لاندې سېمينار ته خطاب
Carnival party official entertainment website
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا