اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) سېنېټ كښې سوات او سرګودھا كښې د عام اولس لخوا د مذهب په نامه سرعام د وګړو د قتل په ضد قرارداد منظور كړے شو۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پيپلز پارټي سېنېټرې قرارداد وړاندې كړو چې پكښې وئيلي شوي دا ايوان په سوات او سرګودھا كښې د مذهب په نامه د عام اولس لخوا د سرعام قتل د پېښو غندنه كوي٬ د پاكستان په آئين كښې انساني ژوند ته بنيادي حق ترلاسه دے٬ بايد وفاقي او صوبائي حكوم??ون?? په هېواد كښې د مذهبي اقلي??ون?? او د كمزورو طبقو پشمول د ټولو وګړو حفاظت او سلامتيا باوري كړې٬ ايوان د خېبر پښتونخوا او پنجاب حكوم??ون?? څخه مطالبه كوي چې په دې پېښو كښې ككړ كسان انصاف سره مخ كړي او د وګړو د تحفظ لپاره اقدامات وكړي۔ دغسې ايوان د اپوزيشن د احتجاج باوجود قرارداد منظور كړو۔ سينيټرې ش??ري رحمن ووئيل اپوزيشن څخه غ??اړ?? چې د ترهګرو په ضد دې اپرېشن ونه شي؟ زه نه پوهېږم چې آيا په خېبرپښتونخوا كښې امن راوستل نه دي پكار ؟ دې ووئيل په اپيكس كمېټي كښې د پوځي عملياتو منظوري د ټولو اعلې وزيرانو په موجودګۍ كښې وركرې ش??ې۔ دې ووئيل په سخت وخت كښې سخت بجټ وړاندې كړے شوے مونږ پرې تنقيد هم كړے ٬ آيا تحريك انصاف د هېواد دښمنه قواٶ ملاتړ كوي؟ دې ووئېل آيا د مذهب په نامه خلقو ته سرعام سزاګانې وركول سمې د??؟ دې ووئيل اپوزيشن غ??اړ?? چې په پاكستان كښې امن او استحكام نه وي۔ دې ووئيل د دې نه وړاندې په سوات كښې هم دا ډول صورتحال رامخې ته شوے ٶ نو په ھغې ش??يدې بينظير بھټو په سوات كښې د پاكستان بېرغ هسك كولو غږ پورته كړے ٶ ۔
سېنېټ سوات او سرګودھا كښې د عام اولس لخوا د مذهب په نامه د وكړو د وژنې په ضد قرارداد منظور كړے شو
विश्वसनीय ऑनलाइन शहर मनोरंजन मंच
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria