اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د فوډ سېكورټي او ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په زراعت كښې د جديد ټيکنالوجۍ كارولو لپاره د پوهانو او سټيك هولډرز پشمول د ټاسك فورس په جوړولو د رضامندۍ څرګندوه كړې دغسې چې د فصلونو پېداوار زيات كړے شي۔ ده د دې “رضامندۍ څرګندونه د پاکستان د كر كېلې بدلون: د چيلنجز ترمېنځه تل پاتي ترق?? او د جديد زرعي ټيکنالوجيز کردار” په موضوع ګول مېز كنفرنس كښې كړې د كوم تابيا چې تل پاتي پرمختګ لپاره ??ال??سي ادارې (اېس ډي پي آ??ي) او د فيډريشن آف ايوان هائے صنعت و تجارت (اېف پي ??ي سي آ??ي) په مشتركه توګه كړے ٶ۔ رانا تنوير حسېن ووئيل د زراعت څانګه د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري او د دې څانګې ترق?? او په پېداوار كښې زياتوالي لپاره جديد ټيکنالوجي او جدت ته اړتيا ده۔ رانا تنوير اېس ډي پي آ??ي او اېف پي ??ي سي آ??ي ته ووئيل چې تاسو د كروندګرو تربيې او وسائلو وركولو لپاره وزارت ته خپل وړاندېزونه وركړې۔ ده ووئيل پېداوار كښې زياتوالي او د زراعت څانګې ته جديد سهولتونه وركولو لپاره د پوهانو او ځائي كروندګرو ترمېنځه فاصلې كمول ضروري دي۔ ده ووئيل وزيراعظم د كركېلې څانګې ته پام لرنه كوي او حكومت ځوانانو له د جديدې زرعي ټيکنالوجۍ تربيه وركولو لپاره د هغوي چين ته لېږلو لپاره فنډډ وركوي۔ په دې موقع د اېس ډي پي آ??ي ايګزيکټو ډائريکټر ډاکټر عابد قيوم سلهري ٬ د اېف پي ??ي سي آ??ي زراعت لپاره د مرکزي کميټۍ چيئرمېن چوهدري احمد جاويد٬ د اېف پي ??ي سي آ??ي د صدر سلاحكار ډاکټر افشاں ملك هم وېنا وكړه۔ د دې نه وړاندې د اېس ډي پي آ??ي محقق ډاکټر کاشف مجيد سالك د زراعت په څانګه كښې بدلون لپاره د بلو پرنټ سټډي تفصيلي پريزنټيشن وركړو۔ ده ووئيل دا مطالعه د اېف پي ??ي سي آ??ي په مرسته شوې وه او د دې سېمينار مقصد د ټيکنالوجيکل تبديلۍ ضرورتونه او د دې عملي نفاذ د مرستې د لارې پورا كول دي
د كر كېلې څانګې ته جديد سهولتونه وركولو لپاره د پوهانو او كرندګرو ترمېنځه فاصله كمولو ته ضرورت دے : وفاقي وزير رانا تنوير حسېن
AG online honest entertainment platform
مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری