اسلام آباد 16مارچ(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي عمران خان د پاكستان تشخص له مينځه وړل غواړي٬د هغه د ګرفتارۍ سره د حكومت هېڅ تعلق نشته٬نه د هغه ګرفتاري په ټاكنو كښې د تاخير سره كوم تعلق لري ۔نړيوالې خپرونې ادارې”سكائي نيوز”سره په خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ??وئ??ل عمران خان قانون سره د مرستې كولو په ځاے پرله پسې قانون شكني كوي٬پوليس يوازې په عدالتي احكامات عملدرآمد كوي٬په هغه د كرپشن مقدمې دي او هغه د ګرفتارۍ نه پس عدالت ته وړاندې كول دي۔دې ??وئ??ل پوليس سره كوم ډول وسله نشته٬پوليس په عدالتي احكامات عملدرآمد كولو لپاره په زمان پارك كښې موجود دے چرته چې په پوليس د بمونو مسلسل بريدونه كېږي۔تر دې مهال د لاهور ډي آئي چي آپرېشنز پشمول 65 پوليس اهلكار ژوبل شوي۔دې ??وئ??ل د عدالت لخوا په جاري وا??نټ ګرفتارۍ پوليس د وسلې نه بغېر عمران ګرفتارولو لپاره په زمان پارك كښې موجود دے ٬عمران خان له د ذمه وارۍ څخه كار اخستل پكار دي۔دې ??وئ??ل عمران خان پرله پسې دروغ وائي٬عمران خان وائي چې ماته امنيتي خطره ده خو دا مهال وائي چې سياسي جلسې كولو لپاره چمتو هم يم٬ دې ووئېل كله چې عدالت هغه ته په مقدمو كښې د وړاندې كېدو وائي نو عمران خان د امنيت خطرې بهانه جوړوي۔دې ??وئ??ل عمران خان په پاكستان كښې خانه جنګي٬سول وار او اړے ګړے غواړي٬هغه خلق د تشدد لپاره راپاروي٬پوليس ??ې كله د عمران خان نيولو لپاره راځي نو هه مېرمنې او ماشومان د پوليس په وړاندې اودروي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ??وئ??ل د پاكستان د موجوده خراب معاشي صورتحال ذمه وار عمران خان دے٬عمران خان هېواد د ډيفالټ ته رسولے ٬عمران خان مارچ 2022كښې د خپل لاس ليك كړي د آئي اېم اېف پروګرام خلاف ورزي كړې۔دې ??وئ??ل د عمران خان وا??نټ ګرفتاري د هغه په ضد د كرپشن مقدمو كښې جاري شوې٬عمران خان په خپل څلور كلونه اقتدار كښې په خپ??و سياسي مخالفينو بې بنسټه مقدمې جوړې كړي٬هغوي يې په زندانونو كښې اچولي٬كله چې هغه وزيراعظم ؤ نو د خپ??و سياسي مخالفينو وا??نټ ګرفتاري به يې پخپله جاري كوله
عمران خان د پاكستان تشخص له مينځه وړل غواړي٬د هغه د ګرفتارۍ سره د حكومت هېڅ تعلق نشته٬پوليس په عدالتي احكامات عملدرآمد كوي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د نړيوالې خپرونې ادارې”سكائي نيوز”سره خبرې
Farm Invader APP download entrance
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج