اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د وزارت عظمیٰ منصب سنبالولو څخه سمدستي وروستو د ګوادر په پرمختګ كښې ژوره خوښي ښكاره كړه او د تې?? كال په نيمائي كښې يۍ په ذاتي توګه د پورټ سټي دوره وكړه چرته چې ده د بلوچستان صوبې لپاره د 100 اربه روپو پرمختيائ?? پېكج اعلان كولو او ښار لپاره د زيات رقم بېلولو سره سره د اېسټ بے اېكسپرس وے په شمول د بنيادي اډانې مهمو م??صو??و پرانسته هم وكړه۔ وزيراعظم تې?? كال په جون مياشت كښې د ښار دورې په مهال په ګوادر كښې د اوبو ، برېښنا او د انفراسټركچر د ټولو روانو پرمختيائي م??صو??و په ټاكلي وخت كښې او ګوادر كښې د 12 لک ګېلن ډی سېلېنېشن پلانټ زر تر زره د بشپړ كولو امر كړے وو۔ شهباز شريف اړوندو چارواكو ته هدايت كړے وو چې په ګوادر بندر ځايې ډرېجنګ پېل كولو سره دې “برېک واټر” لپاره عملي ګامونه هم پورته كړې شي۔ ده هدايت وكړو چې د ګوادر روغتون د تعمير كار دې د دسمبر په ځايې په ستمبر كښې بشپړ كړے شي۔ ده د ګوادر د ټولو 16,523 بې وزله كورنيو په بے نظیر انکم سپورټ پروګرام كښې د شاملولو امر هم وكړو۔ وزير اعظم د “چائنا ایډ” لخوا د ګوادر سی واټر ډی سیلینیشن پلانټ، جنګټل ګوادر پرائیویټ لمیټډ، ہینګمی لبریکینټ پلانټ، ہینګینګ ایګریکلچرل انډسټریل پارک، ګوادر ایکسپو سینټر او د ګوادر فرټیلائزر پلانټ د بنياد تيګه هم كېښوده۔ دې سره سره هغه 3000 سولر پېنلز هم ووېشل۔ د وزیراعظم د خصوصي هداياتو په نتيجه كښې تر دې دمه په ګوادر كښې په يو شمېر م??صو??و په زړه پورې پېشرفت شوے دے۔ د سركاري ذريعو له مخې 20 نوې م??صو??ې د بشپړ كېدو پړاؤ څخه تې??ېږي۔ د 12 لکه ګېلن اوبو د ورځې صفا كولو پلانټ په وروستي پړاؤ كښې دے۔ وزیر اعظم شهباز شریف د سی پېک د يوې برخې شپږ لارې ایسټ بے ایکسپریس وے پرانسته وكړه۔ ایسټ بے اېکسپریس وے په ګوادر ښار كښې د بنيادي اډانې يوه لويه م??صو??ه ده۔ ګوادر پورټ كوم چې د س?? پېك مركز دے په تزويراتي توګه منطقه كښې د تجارت د يو لويے مركز جوړېدو صلاحيت لري۔ ذريعو زياته كړې چې د اربونو ډالر لګښت سره د س?? پېك لاندې ښار كښې تر دې دمه په بشپړ شويو م??صو??و كښې ګوادر پورټ، ګوادر فری زون ساؤتھ (فیز I)، ایسټ بے ایکسپریس وے، پاک چائنا ټیکنیکل اینډ ووکیشنل انسټی ټیوټ ، پاکستان ګوادر فقیر مډل سکول، فائبر آپټک، ای کسټم سسټم ، پلانټ ټشو کلچر لیب اینډ ګرین هاؤس، لائیو سټاک، د مېرمنو په مشرۍ كښې ګارمنټس فېکټری، ګوادر پوهنتون او جی ډی اے-انډس روغتون شامل دے۔ په ځايې كچه دا مهمې م??صو??ې به ځايي وګړو له يو شمېر يسانۍ باوري كړي او په منطقه كښې به د پرمختګ د نوي دور پېل ثابت شي۔
د وزير اعظم په ګودار كښې ژوره خوښي ٬ سي پيك د پورټ سټي منصوبو ته نوے روح وركړو
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena