اسلام آباد20جنوري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت په هېواد كښې د لوبو ودې ته خاص پام لرنه كوي، ځوانانو ته د خپلو صلاحيتونو له مخې موقعې وركول د حكومت ترجيحات دي، د لوبغاړو په انتخاب كښې مېرټ باوري كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ځوانانو چارو لپاره خاص مرستيال عثمان ډار، عاقب جاوېد، رانا عاطف او کرکټر شاهين آفريدي سره په خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد 68 فيصده آبادي په ځوانانو مشتمل ده، دوي له د خپلو صلاحيتونو د څرګندونې موقعې وركول د حكومت ترجيح ده۔ ده ووئيل حكومت په هېواد كښې د لوبو ودې ته خاص پام كوي او دا خبره باوري كوي چې د لوبغاړو په انتخاب كښې مېرټ بالادست وي۔ د ملاقات په مهال په هېواد كښې د كامياب جوان سپورټس ډرائيو د كاميابۍ او د دغې په نتيجه كښې ځوانانو ته په بېلا بېلو لوبو كښې د خپلو صلاحيتونو د څرګندونې په ترلاسه موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه، په خاص توګه كركټ كښې د كامياب جوان او د لاهور قلندر په مرسته د ټېلنټهنټپه پروګرام كښې رامخې ته شوو د كركټ لوبغاړو راروان پاكستان سپر ليګ كښې د شموليت پحقله هم وزيراعظم خبر كړو۔ وزيراعظم په دې اقدام د لاهور قلندر او كامياب جوان پروګرام د ستړو ستائنه وكړه ۔ وزيراعظم عمران خان د كركټ لوبغاړي شاهين شاه آفريديپه ورلډ کپ كښې د كاركردګۍ ستائنه كولو سره د هغه ته د لا خوارۍ كولو او په پاكستاني كركټ كښې د خپل مثبت كردار روان ساتلو تلقين وكړو
وزيراعظم عمران خان سره عثمان ډار، عاقب جاوېد، رانا عاطف او کرکټر شاهين آفريدي وليدل
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی