اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) امريکې لپاره د پاکستان نومولي شوي س??ير سردار مسعود خان وئيلي دي چې پاکستان امريکې سره اقتصادي، د سرمايه کارۍ او تجارتي اړيكې زياتول غواړي او زه به دوه اړخيزه اړيكې نوې بام ته د رسولو بشپړه هڅې كوم۔ دا خبرې ده د يو اېس پاكستان ان??رن??شنل چېمبر آف کامرس (يو اېس پي آئي سي سي) ??در محمد احمد٬ عمومي سېكتر ملك سهېل حسېن او د چيمبر باني غړې او ډ??ئريکټر حسنېن کاظمي سره په خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د تجارتي پلاويو به بشپړه ډاډګيرنه كولې شي۔ ده ووئيل پاکستان امريکې سره پراخه اړيكو كښې خوښي لري٬ سوداګرې ورورولۍ له به د دواړو هېوادونو اړيكو ته لا وده وركولو لپاره خپل ټول صلاحيتونه كارول وي۔ په دې موقع د يو اېس پي آئي سي سي مشرانو محمد احمد، ملك سهيل او حسنېن کاظمي د سردار مسعود خان په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د مستقل نمائنده٬ په چين كښې د پاكستان س??ير او د آزاد کشمير ??در په حېثت د خدماتو ستائنه وكړه۔
پاکستان امريکې سره پراخه اړيكو كښې خوښي لري۔ سفير مسعود خان
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت